5 ښۀ خبره دا ده چې هوښيار دې ورَټى په ځائ د دې نه چې د کم عقلو خلقو د خوشامندۍ سندرې واورې.
کۀ نېک سړے ما وډبوى دا به مهربانى وى، او د هغۀ رټل به زما دپاره په سر باندې د تېلو په شان وى، او زما سر به د دې تېلو نه اِنکار نۀ کوى، خو زما دُعا به تل د بدعملو د کارونو په خلاف وى.
په لارو کوڅو کښې ما پورې ټوقې کوى، شرابيان مې په بېعزتۍ سره په سندرو کښې يادوى.
څوک چې ښۀ نصيحت ته سپک وګورى هغوئ به نقصانى شى، خو چې څوک د حُکم احترام کوى هغوئ ته به اجر مِلاو شى.
څوک چې تربيت نظر انداز کوى هغوئ به غريب او شرمنده شى، خو څوک چې نصيحت قبلوى هغه به عزتمند شى.
يو هوښيار کس په يو ځل تنبيه کولو سره دومره زيات متاثره کيږى، نه چې يو کم عقل په سلو کوړو.
د يو هوښيار سړى تنبيه د هغه غوږ دپاره څوک اورېدلے شى لکه د سرو زرو والۍ او يا د سوچه سرو زرو کالى په شان ده.
د دوست رټنه د هغۀ د مينې اظهار دے، خو د دشمن ښکلول سراسر دوکه ده.
نو د هغوئ حُکمونه ډيوه ده او د هغوئ هدايت رڼا ده، او د هغوئ اصلاح د ژوندون لار ده.
نو تۀ کله هم د مسخره کوونکى رټنه مۀ کوه هغه به ستا نه نفرت کوى، هوښيار ته تنبيه ورکړه هغه به تا سره مينه کوى.
د هوښيارانو خبرې د تېرو چُوکو په شان دى، د جمع شوى متلونو خبرې د چُوکو په څوکه کښې د مېخونو په شان دى چې يو شپون يې د ګډو د بوتلو دپاره استعمالوى.
هوښيار کس د مرګ په حقله ډېر فکر کوى، خو کم عقل صرف د عېش عشرت په حقله فکر کوى.
ښۀ خبره دا ده چې د يو هوښيار کس په مزه خبرو ته غوږ ونيسې په ځائ د دې نه چې د کم عقلانو په مجلس کښې د بادشاه چغې واورې.
زۀ چې چا سره مينه کوم هغوئ ملامته کوم او تربيت ورکوم، نو ځکه غېرت وکړه او توبه وباسه.