Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 7:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 هوښيار کس د مرګ په حقله ډېر فکر کوى، خو کم عقل صرف د عېش عشرت په حقله فکر کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 7:4
21 Iomraidhean Croise  

هغۀ خپلو نوکرانو ته ووئيل، ”ګورئ، کله چې امنون د ميو څښلو په وجه په سُور کښې شى او چې زۀ حُکم درکړم چې هغه ووژنئ نو يرېږئ مه. زۀ به په خپله د دې ذمه وارى اخلم. تکړه شئ او چې ونۀ يرېږئ.“


د اِسرائيل لښکر د غرمې په وخت د جنګ دپاره راووتل، چې په دې وخت کښې بِن‌حدد او د هغۀ دوه دېرش ملګرى په خپلو خېمو کښې نشه وُو.


ما خپل زړۀ کښې ووئيل چې، ”عېش عشرت به وکړم او ښۀ مزې به وکړم،“ خو پته راته ولګېده چې دا هم بې‌معنې دى.


د خندا نه غم ښۀ وى، غمژن مخ د زړۀ د بهترۍ سبب جوړيږى.


ښۀ خبره دا ده چې هوښيار دې ورَټى په ځائ د دې نه چې د کم عقلو خلقو د خوشامندۍ سندرې واورې.


زما زړۀ درزيږى او رپېږم. اول به ماښام په ما ډېر ښۀ لګېدو خو اوس د تيارې نه زۀ يرېږم.


خو کله چې هغوئ په مستۍ کښې راشى نو زۀ به هغوئ دپاره مېلمستيا وکړم او هغوئ به ښۀ نشه کړم، نو بيا به هغوئ په چغو سورو او خندا ګانو کښې داسې د ټول عمر دپاره اودۀ کړم چې بيا به کله هم راوچت نۀ شى. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.


زۀ به د هغۀ مشران او پوهان نشه کړم، د هغۀ حکمرانان، آفسران، او فوجيان به هم نشه کړم. هغوئ به د تل دپاره اودۀ شى او بيا به نۀ راپاڅى، دا د بادشاه فرمان دے د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.“


نو په هم هغه شپه بيلشضر د بابل بادشاه ووژلے شو،


په شاهى جشن کښې آفسران په ميو ځان نشه کړى، او مسخره کوونکو له لاس ورکوى.


د هغۀ دشمنان به د هغه سړو غوندې چې په ازغو کښې راګېر وى او چې په خپلو شرابو نشه وى، هغوئ به لکه د اوچو بوسو په شان وسوزى.


ابى‌جيل واپس نابال له لاړه، هغه په کور کښې وو او داسې روټۍ يې کړې وه چې د بادشاهانو سره سمون خورى. هغه په نشه کښې وو او ښۀ په سور کښې وو، نو هغې تر سحره پورې هغۀ ته هيڅ هم ونۀ وئيل.


نو داؤد يې ورله بوتلو. هغه فوجيان په هر ځائ کښې خوارۀ وارۀ وُو، خوراک څښاک يې کولو او د بې‌شمېره مالِ غنيمت خوشحالى يې کوله، چې هغوئ د فلستيانو او يهوداه په مُلک کښې نيولے وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan