3 د خندا نه غم ښۀ وى، غمژن مخ د زړۀ د بهترۍ سبب جوړيږى.
د دې نه وړاندې چې تکليف راورسيږى، بېلارې شوے وم، خو اوس ستا په کلام عمل کوم.
دا زما دپاره ښه وه چې په تکليف شوم نو دغه شان به زۀ ستا قانون زده کړم.
نو ما ووئيل چې، ”خندا کم عقلتوب دے او عېش عشرت چا له څۀ ورکوى؟“
هوښيار کس د مرګ په حقله ډېر فکر کوى، خو کم عقل صرف د عېش عشرت په حقله فکر کوى.
هغۀ وفرمائيل، ”اے خُدائ پاک ته، ګران انسانه مۀ يرېږه. سلامت اوسه. اوس ډاډه شه، ډاډه شه.“ کله چې هغۀ ما سره خبرې وکړې، ما ته طاقت مِلاو شو او ورته ومې ووئيل، ”اے مالِکه اوس خبره وکړه، ځکه چې تا ما له طاقت راکړے دے.“
تاسو بختور يئ چې اوږى يئ، ستاسو لوږه به په مړېدو بدله شى. تاسو بختور يئ چې اوس ژاړئ، ستاسو ژړا به په خندا بدله شى.
په تاسو افسوس چې اوس ماړۀ يئ ځکه چې تاسو به اوږى شئ. په تاسو افسوس چې اوس خاندئ، ځکه چې تاسو به په غم آخته شئ او ژاړئ به.
ځکه چې زمونږ د دغه لږ ساعت معمولى مصيبتونه زمونږ دپاره بېاندازې غېر معمولى او ابدى جلال پېدا کوى.