29 نو زۀ صرف دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان پېدا کړے دے چې نېک وى، خو هغه په نورو ډېرو منصوبو پسې ځى.
دا د آدم د اولاد نسبنامه ده. کله چې خُدائ پاک بنى آدم پېدا کړو، هغه يې د خپل ځان په شان پېدا کړو.
د هغوئ په بد عملونو مالِک خُدائ غصه شو، او په دوئ باندې يو لوئ مرض راغلو.
په خپلو بدو کارونو يې ځان پليت کړُو، په خپل دې عمل يې ځانونه زناکار کړل.
اے مالِکه خُدايه زمونږ پاکه خُدايه، د هغوئ سوال تا قبول کړو. تۀ د بنى اِسرائيلو بخښونکے خُدائ پاک يې، کۀ څۀ هم تا د هغوئ بدو عملونو ته سزا ورکړله.
څوک د هوښيار په شان دے؟ څوک د خبرو د صحيح تشريح عِلم لرى؟ حِکمت د هغوئ مخونه روښانه کوى او د هغوئ سخت مزاج نرموى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”زما خلق کم عقل دى، هغوئ ما نۀ پېژنى. هغوئ لکه د ناپوهه ماشومانو په شان عقل نۀ لرى. په ورانى کښې ډېر پوهه دى خو په نېکۍ کولو نۀ پوهيږى.“
ستا د پېدايښت د ورځې نه ستا چال چلن بېداغه وو تر دې چې په تا کښې بدکارى پېدا شوه.
ځکه چې مونږ هم اول ناپوهه، نافرمانه، ګمراه او د قِسما قِسم خواهشاتو او د عېش و عشرت غلامان وُو او په بدخواهۍ او په حسد کښې مو ژوند تېرولو، هر چا زمونږ نه نفرت کولو او مونږ هم د هغوئ نه نفرت کولو.