28 اګر چې ما بار بار لټون کولو خو ما هغه څۀ پېدا نۀ کړل څۀ چې ما لټول. ما په زرو کسانو کښې يو نېک سړے پېدا کړو، خو يوه نېکه ښځه مې پکښې پېدا نۀ کړه.
خو کۀ د زرګونو فرښتو نه يوه فرښته راشى او چا ته صحيح لار وښائى نو دا بس دى،
اے مالِکه خُدايه، تۀ زمونږ مددګار شه، په تېزۍ سره پناه کيږى ستا نېک بنيادمان، ستا وفاداران دى د دې زمکې نه روان.
معلِم وفرمائيل چې زۀ دې نتيجې ته ورسېدم، کله چې ما په دې موضوع باندې د هر طرف نه غور و فکر وکړو.
ټوله شپه زۀ ستا په لټون کښې يم، په سحر کښې د زړۀ د اخلاصه زۀ ستا طلبګار يم، کله چې تۀ د دُنيا د عدالت دپاره راشې نو خلق به پوهه شى چې اِنصاف څۀ څيز دے.