Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 7:25 - Pakistani Yousafzai Pashto

25 ما کلکه فېصله وکړه چې د حِکمت مطالعه وکړم او د څيزونو په اسبابو باندې پوهه شم، او چې زده کړم چې بدعملى څومره بې‌وقوفتوب دے، او بې‌وقوفتوب څومره پاګلتوب دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 7:25
17 Iomraidhean Croise  

نو د يعقوب زامن د پټو نه واپس راروان وُو او کله چې هغوئ خبر شول چې شِکم د يعقوب د لور بې‌عزتى کړې ده نو هغوئ خفه او سخت غصه شول ځکه چې دا غلط کار د بنى اِسرائيلو د برداشت نه بهر وو.


هغې ورته ووئيل، ”نه زما وروره، داسې بې‌شرمه کار ته ما مۀ مجبوروه، په کار نۀ دى چې داسې بد عمل په بنى اِسرائيلو کښې وشى.


دا بهتره ده چې د هغې مېلوګى سره دې واسطه راشى چې بچى ترې چا پټ کړى وى په ځائ د دې چې يو بې‌وقوفه په خپل کم عقلتوب ټينګار کوى.


لکه څنګه چې يو سپے خپلې اولټيانې دوباره څټى دغه شان کم عقل خپل کم عقلتوب بار بار کوى.


د هغوئ خبرې کم عقلتوب سره شروع کيږى او خطرناک ليونتوب سره تر سره کيږى.


نو ما فېصله وکړه چې په حِکمت، کم عقلتوب او په ليونتوب غور وکړم. نو زۀ پوهه شوم چې کوم کس به د بادشاه د وفات نه پس په تخت کښېنى نو هغه به صرف د تېر شوى بادشاه په شان حکومت کوى.


ما د ځان سره ووئيل، ”د کم عقل په شان اَنجام به زما هم وى، نو بيا زما د ټول حِکمت فائده څۀ ده؟ دا هر څۀ بې‌معنې دى.“


ما چې په مخ د زمکې کوم سخت محنت کړے وو د هغې نه زۀ مايوسه شوم او زما زړۀ همت بائيلو.


معلِم وفرمائيل چې زۀ دې نتيجې ته ورسېدم، کله چې ما په دې موضوع باندې د هر طرف نه غور و فکر وکړو.


پاڅه. خلق زما حضور ته راتلو دپاره پاک او تيار کړه. هغوئ ته ووايه چې سبا تيار اوسئ ځکه چې زۀ مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک داسې وايم چې، بنى اِسرائيلو، تاسو سره وقف شوى څيزونه دى. تاسو تر هغې پورې د خپلو دشمنانو مقابله نۀ شئ کولے چې دا څيزونه مو لرې کړى نۀ وى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan