24 هر څۀ چې موجود دى هغه ډېر ژور او زما د پوهې نه بهر دى. څوک په هر څۀ پوهېدلے شى؟
او هغۀ بنيادمو ته وفرمائيل، چې د مالِک خُدائ نه يره کښې حِکمت دے، او بدعملى پرېښودل عقلمندى ده.“
مونږ د قادر مطلق خُدائ د طاقت تصور نۀ شُو کولے، خو هغه بيا هم د اِنصاف والا او صادق دے، هغه مونږ نۀ تباه کوى.
دغه شان پوهه زما دپاره ډېره حېرانونکې ده، او دا خبره زما د عقل نه لويه ده.
ستا رښتينوالے لکه د لويو غرونو په شان، ستا اِنصاف لکه د سمندر د ژوروالى په شان، اے مالِکه خُدايه تۀ خيال ساتې د انسان او هم د ځناورو.
نو ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک په دُنيا کښې څۀ کوى نو هيچا ته هم د هغې پته نۀ لګى. کېدے شى چې يو هوښيار کس دا دعوىٰ وکړى چې زۀ په دې پوره پوهه شوم، خو دا به داسې نۀ وى، هغه د دې اَنجام ته نۀ شى رسېدے.
واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بېپايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.
دا واحد هغه دے چې څوک غېر فانى دے او هغه په هغه بېمثاله نُور کښې اوسيږى چې نۀ چا ليدلے او نۀ به يې ووينى. د هغۀ عزت او بادشاهى دې تل تر تله وى، آمين.