22 او تا ته پته ده چې څو څو ځلې تا په خپله نورو خلقو ته کنځلې کړې دى.
تا ته د هغه ټولو بدو عملونو ډېره ښۀ پته ده چې تا زما پلار داؤد سره کړى دى. مالِک خُدائ به د دې په بدل کښې سزا درکړى.
خلق چې څۀ وائى نو هغه هر څيز زړۀ ته مۀ اچوه، ګنې وابه ورې چې ستا نوکر تا پسې کنځل کوى.
ما د حِکمت اصُول استعمال کړل چې په دې هر څۀ باندې پوهه شم، خو دا زما دپاره ډېر ګران وُو، ما نۀ شول کولے.
ځکه چې ټول وران خيالونه، لکه قتل، زنا، حرامکارى، غلا، د دروغو ګواهى او غېبت د زړۀ نه راوځى.
هم په دې ژبه مونږ د مالِک او پلار ثنا وايو، او هم په دې مونږ هغوئ ته چې د خُدائ پاک په صُورت پېدا شوى دى، ښېرې کوُو.