21 خلق چې څۀ وائى نو هغه هر څيز زړۀ ته مۀ اچوه، ګنې وابه ورې چې ستا نوکر تا پسې کنځل کوى.
بادشاه ابيشى او د هغۀ ورور يوآب ته وفرمائيل، ”دا ستا کار نۀ دے. کۀ هغه ما ته کنځل کوى او هغۀ ته مالِک خُدائ دا فرمائيلى وى، نو څوک دا حق لرى چې تپوس ترې نه وکړى چې دا ولې کوې؟“
او وې وئيل، ”بادشاه سلامت، زما هغه غلطى معاف کړه چې په کومه ورځ تۀ د يروشلم نه تلې او ما کړې وه. او هغه د زړۀ نه وباسه.
د يو نوکر غېبت د هغۀ نېک ته مۀ کوه هسې نه چې د هغۀ لعنت هغه په تا ووائى او دا به ستا دپاره تکليف جوړ کړى.
او تا ته پته ده چې څو څو ځلې تا په خپله نورو خلقو ته کنځلې کړې دى.
خُدائ پاک به هغه خلق تباه کړى چې څوک د دروغو ګواهى کوى، هغه خلق چې قاضيان د غلطو فېصلو کولو دپاره دوکه کوى، هغه خلق چې څوک دروغ وائى د دې دپاره چې بېګناه خلقو ته اِنصاف مِلاو نۀ شى.
خو څۀ شريرانو خلقو ووئيل، ”دا سړے به مونږ څنګه بچ کړى؟“ هغوئ د ساؤل سپکاوے وکړو او تُحفې يې ورله رانۀ وړې. خو ساؤل هيڅ جواب ورنۀ کړو.