Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 7:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 ښۀ دا ده چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې ماتم کيږى نه چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې دعوت وى، ځکه چې ژوندو خلقو له دا خبره په ذهن کښې کښېنول په کار دى چې مرګ زمونږ د ټولو انتظار کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 7:2
29 Iomraidhean Croise  

تۀ مونږ د خپل ژوند د لنډوالى نه خبر کړه، ترڅو چې مونږ په عقلمندۍ سره ژوند وکړُو.


ځکه چې هوښيارانو ته دا پته وى چې هغوئ چرته روان دى، خو کم عقلو ته پته نۀ لګى ځکه چې هغوئ په تيارۀ کښې روان وى. خو ما ته دا پته هم ولګېده چې زمونږ د دواړو اَنجام يو دے.


ځکه چې هوښيار او کم عقل دواړه به مرى. هوښيار به د کم عقل نه تر زيات وخته پورې ياد نۀ شى ساتلے. په راتلونکى وخت کښې به دواړه هېر کړے شى.


لنډه دا چې، د انسانانو او ځناورو دواړو اَنجام يو دے، انسان او ځناور دواړه ساه اخلى، او دواړه مرى. انسان د ځناور نه بهتر نۀ دے، دا هر څۀ بې‌معنې دى.


مونږ ټول د مرګ طرف ته روان يُو، مونږ ټول د خاورو نه جوړ يُو او بيا به خاورو ته ځو.


فرض کړه کۀ هغه دوه زره کاله ژوندے وى خو چې په ژوند کښې يې څۀ خوشحالى نۀ وى، نو څۀ فائده؟ آخر مرګ خو هر ژوندى له شته.


د صادق او د بدعمله، د ښۀ او د بد، د پاک او د ناپاک، هغه خلق چې خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کوى يا هغه خلق چې قربانۍ نۀ پېش کوى، ټولو سره قسمت يو شان معامله کوى. د يو ښۀ کس او د ګناهګار يو شان اَنجام وى، د قسم خوړلو والا او د قسم نۀ خوړلو والا دواړو يو منزل دے.


دا يو ډېر لوئ مصيبت دے چې په مخ د زمکې کيږى، د هر ژوندى هم يو قِسمت دے يعنې مرګ. د دې نه علاوه، د ټولو خلقو زړونه د بد کارۍ نۀ ډک دى او د ژوندون په دوران کښې د هغوئ په زړونو کښې بې‌وقوفتوب وى او بيا دوئ مړۀ شى.


يقيناً چې ژوندو ته خو دومره پته وى چې هغوئ به مرى. خو مړو ته هيڅ پته نۀ لګى. هغوئ ته نور اجر نۀ ملاويږى، او د هغوئ يادونه ختم شى.


تا وئيل، ”زۀ به همېشه مَلِکه يم.“ او هيڅکله دې فکر نۀ دے کړے او نۀ دې د دې په اَنجام باندې غور وکړو.


او هغه کور ته هم مۀ ورننوځه په کوم کور کښې چې د خوراک څښاک پروګرام وى او د هغوئ سره روټۍ ته مۀ کښېنه.


اوس مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، تاسو سره چې څۀ کيږى ورباندې غور وکړئ.


کۀ تاسو غوږ نۀ نيسئ، او کۀ تاسو د خپل زړۀ نه زما د نوم احترام نۀ کوئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”زۀ به په تاسو لعنت نازل کړم، او زۀ به ستاسو نعمتونه لعنتى کړم. په اصل کښې ما هغوئ د اول نه لعنتى کړى دى، ځکه چې تاسو د خپل زړۀ نه زما احترام ونۀ کړو.


د يعقوب اولاد د شګو په شان دے، څوک داسې شته چې شګې وشمېرى؟ پرېږده چې زۀ مړ شم د خُدائ پاک د خلقو په شان، پرېږده چې د صادقانو په شان په آرام مړ شم.“


بختور دى هغوئ چې غمژن دى، هغوئ به تسلى ومومى.


کاش چې هغوئ هوښيار وے او په دې باندې پوهېدلے، کاش چې هغوئ په خپل اَنجام باندې پوهه شوى وے.


هغۀ دا هم وفرمائيل، ”ما چې نن کومې خبرې تاسو سره کړې دى دا ټولې په زړۀ کښې واچوئ. د يو حُکم په توګه يې خپلو بچو ته وښايئ چې هغوئ د دې نصيحتُونو هره خبره ومنى.


د هغوئ اَنجام هلاکت دے، د هغوئ خُدائ د هغوئ ګېډه ده، او هغوئ په خپلو شرمناک کارونو فخر کوى او د هغوئ سوچ په دُنياوى څيزونو دے.


او لکه چې څنګه د بنى آدم دپاره يو ځل مړ کېدل مقرر دى، او د هغې نه پس به عدالت ته وړاندې کيږى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan