څېړونکی 7:14 - Pakistani Yousafzai Pashto14 په ښۀ حالاتو کښې خوشحاله اوسئ، خو چې کله تکليف راځى، نو ياد ساته چې خوشحالى او تکليف، دواړه خُدائ پاک راولى، او هيچا ته پته نۀ لګى چې سبا به څۀ کيږى. Faic an caibideil |
هغۀ په تاسو باندې عاجزى او لوږه راوستله، نو بيا هغۀ تاسو له د خوراک دپاره من درکړل، هغه خوراک چې د دې نه مخکښې هيڅکله ستاسو پلار نيکۀ هم نۀ وو خوړلے. هغۀ دا د دې دپاره وکړل چې تاسو ته وښائى چې بنى آدم دې په دې يقين نۀ ساتى چې هغه تش په روټۍ پائى، خو هغه په هره هغه خبره پائى چې د مالِک خُدائ د خولې نه راوځى.