13 د خُدائ پاک په کارونو باندې فکر وکړه، څۀ چې هغۀ کاږۀ جوړ کړى وى نو هغه څوک نېغولے شى؟
کۀ خُدائ پاک راشى او تا په قېدخانه کښې واچوى، او هغه د اِنصاف دپاره عدالت جوړ کړى، نو هغه څوک ايسارولے شى؟
چې هغه څۀ وران کړى نو هيڅ څوک يې بيا نۀ شى جوړولے، او چې هغه کوم سړے قېدى کړى نو هغه خلاصېدلے نۀ شى.
کۀ خُدائ پاک خاموش وى، نو څوک ورباندې اِعتراض کولے شى څۀ؟ کله چې هغه پناه شى، نو څوک يې ليدلے شى، کۀ هغه يو کس وى او کۀ قوم وى.
اے ايُوبه، دا واوره، ودرېږه او د خُدائ پاک په دې عجيبه عجيبه کارونو باندې سوچ وکړه.
چې هغه روح وباسى نو څوک يې منع کولے شى؟ څوک دا جرأت کولے شى چې ورته ووائى چې تۀ څۀ کوې؟
څوک چې هوښيار وى نو هغوئ دې په دې خبرو باندې غور وکړى، او د مالِک خُدائ په لويه مينه باندې دې غور وکړى.
زۀ کله چې ستا د ګوتو کار ته ګورم، ستا په آسمانونو باندې غور کوم، په خپل ځائ چې مقرر دى ستورو سپوږمۍ ته ګورم،
څۀ چې غلط دى هغه ټيک کېدے نۀ شى، او د څۀ چې کمے دے نو هغه پېدا کېدے نۀ شى.
خو خُدائ پاک هر څۀ داسې جوړ کړى دى چې په خپل وخت باندې ښائسته او مناسب وى. هغه انسانانو له د ابديت خيال ورکوى، خو سره د دې مونږ د خُدائ پاک په کار باندې د اول نه واخله تر آخره پورې پوره نۀ شُو پوهېدلے څۀ چې هغه کوى.
نو ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک په دُنيا کښې څۀ کوى نو هيچا ته هم د هغې پته نۀ لګى. کېدے شى چې يو هوښيار کس دا دعوىٰ وکړى چې زۀ په دې پوره پوهه شوم، خو دا به داسې نۀ وى، هغه د دې اَنجام ته نۀ شى رسېدے.
مالِک خُدائ ربُ الافواج دا فېصله کړې ده، نو څوک دا رد کولے شى؟ هغۀ خپل لاس اوچت کړے دے، څوک دا رايسارولے شى؟
زۀ خُدائ پاک يم او د همېشه دپاره به يم. زما د طاقت نه هيڅ څوک هم نۀ شى بچ کېدلے، زۀ چې کوم کار کوم نو هغه څوک ايسارولے شى؟“
ستاسو په محفلونو کښې تاسو سره رباب، بينجو، تمبلونه، شپېلۍ او مے وى. دا خو ستاسو په خيال کښې هم نۀ راځى چې مالِک خُدائ څۀ کوى. او څۀ چې هغه کوى نو تاسو د هغې لحاظ نۀ کوئ.
د هغۀ په مقابل کښې د زمکې ټول خلق هيڅ نۀ دى. هغه د آسمانى فرښتو او د زمکې د خلقو سره چې څۀ غواړى هغه کوى. د هغۀ لاس هيڅوک نۀ شى نيولے او نۀ ورته څوک دا وئيلے شى چې، ”تا څۀ وکړل؟“
کۀ چرې تاسو دا معمولى کار قدرې هم نۀ شئ کولے نو بيا نورو اندېښنو ولې اخستى يئ؟
ځکه چې هغۀ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ”زۀ مالِک خُدائ يم او څوک چې زۀ غوره کړم زۀ هغوئ ته خپل رحم او ترس ښايم.“
نو تۀ به ما ته وائې چې، ”بيا خُدائ پاک ولې مونږ ملامتوى ځکه چې څوک د هغۀ د مرضۍ مخالفت کولے شى؟“
مونږ چې اوس د مسيح په يووالى کښې شريک يُو، نو په دې وجه مونږ ته د خُدائ پاک نه ميراث مِلاو شوے دے، هغۀ په خپله مونږ د مخکښې نه مقرر کړى وُو. او د هر څيز نه هغه د خپلې منصوبې په مطابق کار اخلى.