11 هوښيار جوړېدل ښۀ دى. دا داسې دى لکه چې ميراث واخلى. په دُنيا کښې د هر چا دپاره عقلمند جوړېدل فائده مند دى.
خو هغوئ ته پته نشته چې حِکمت به چرته ملاويږى؟ او د پوهې ځائ چرته دے؟
ستا د خولې خبره زما دپاره ډېر اهميت لرى په زرګونو د سپينو او سرو زرو سيکو نه.
د هوښيارانو مال دولت د دوئ تاج دے، خو د ناپوهه هار صرف کم عقلتوب دے.
ځکه چې دا د سپينو زرو نه ډېر قيمتى دے او د دې ګټه د سرو زرو نه هم ډېره ښۀ ده.
دا د قيمتى کاڼو نه هم ګران دے او ستا د خوښې يو څيز هم د دې برابر نۀ دے.
رڼا ښۀ ده او د نوى سحر رڼا په سترګو ښۀ لګى.
ما وکتل چې څنګه رڼا د تيارې نه ښۀ ده نو داسې حِکمت د کم عقلتوب نه ښۀ دے.
هيڅکله داسې مۀ وايه، ”تېر وخت د اوس نه ښۀ وو.“ دا خبره کول عقلمندى نۀ ده.