8 هوښيار کس د کم عقل نه په څۀ فائده مند وى؟ کۀ غريب کس خلقو سره مناسب سلوک کوى نو په دې کښې د هغۀ دپاره څۀ فائده ده؟
ابرام چې کله د يو کم سلو کالو وو، نو مالِک خُدائ هغۀ ته راڅرګند شو او وې فرمائيل، ”زۀ قادر خُدائ يم. زما تابعدارى کوه او همېشه بېعېبه اوسه.
زۀ به احتياط کوم چې بېداغه ژوند تېر کړم، خو تۀ به زما د مدد دپاره کله راځې؟ او زۀ به په خپل کور کښې په صفا زړۀ ژوند تېروم.
نو بيا به زۀ د مالِک خُدائ په وړاندې، د ژوندو په مُلک کښې وګرځم.
دا بهتره ده چې يو سړے غريب وى او په ايماندارۍ سره ژوند تېروى، د هغه چا نه چې دروغژن او کم عقل وى.
چې څومره پېسې زياتې وى، نو دومره به د دې د خوړلو خلق هم زيات وى. دغه دولت ته د کتلو نه سېوا مالِک ته څۀ حاصل شول؟
څۀ چې مونږ سره وى د هغې نه خوند اخستل ښۀ دى په ځائ د دې چې د هغه څيزونو خواهش ولرو چې مونږ سره نۀ وى. دا بېمعنې دى، او دا داسې دى لکه چې هوا پسې منډې وهى.
دوئ دواړه د خُدائ پاک په وړاندې رښتينى وُو او د مالِک خُدائ ټول حُکمونه او قانونونه يې بېعېبه منل.
او څوک چې د دې موجوده زمانې دولتمند دى هغوئ ته حُکم ورکړه چې مغرور کيږى دې نه، او نۀ دې په نا اعتباره مال څۀ اُميد کوى، بلکې په خُدائ پاک دې اُميد ساتى څوک چې د خوشحالۍ دپاره مونږ له ټول څيزونه ډېر زيات راکوى.