د صادق او د بدعمله، د ښۀ او د بد، د پاک او د ناپاک، هغه خلق چې خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کوى يا هغه خلق چې قربانۍ نۀ پېش کوى، ټولو سره قسمت يو شان معامله کوى. د يو ښۀ کس او د ګناهګار يو شان اَنجام وى، د قسم خوړلو والا او د قسم نۀ خوړلو والا دواړو يو منزل دے.
واړۀ ماشومان به نور په کم عُمر کښې نۀ مرى او ټول خلق به اوږدۀ عُمرونه تېروى. د چا عُمر چې صرف سل کاله وى نو هغه به هم ځوان ګڼلے شى. او څوک چې د سلو کالو نه مخکښې مړ شى نو هغه به لعنتى ګڼلے شى.
بيا به داسې نۀ وى چې د کور جوړولو نه پس به بل څوک پکښې اوسيږى، او د باغ لګولو نه پس به بل څوک د دې مېوه خورى. زما د خلقو عُمرونه به د ونو په شان اوږدۀ وى. او زما غوره کړے شوى به د خپل محنت څيزونو نه ښۀ خوند اخلى.