5 اګر چې هغۀ نمر هم نۀ دے ليدلے او نۀ ورته دا پته لګېدلې ده چې ژوند څنګه وى، خو بيا هم هغۀ ته د هغه مالداره سړى نه زيات آرام حاصل دے.
يو فانى انسان، د مور د خېټې نه پېدا، د يو څو ورځو مېلمه او د تکليفونو نه ډک،
هغوئ دې لکه د ګوجى په شان په خپله ويلى شى، لکه څنګه چې مړ ماشوم رڼا ليدلې نۀ وى دوئ دې داسې شى.
رڼا ښۀ ده او د نوى سحر رڼا په سترګو ښۀ لګى.
خو د ټولو نه بختور هغه دى کوم چې لا پېدا شوى نۀ دى، چې هغوئ هغه بدعملى نۀ ده ليدلې کومه چې په مخ د زمکې کيږى.
د داسې پېدائشى مړ ماشوم دُنيا ته راتګ او تګ بېمعنې دے، مرګ د هغۀ شناخت زمونږ نه پټ ساتى.
فرض کړه کۀ هغه دوه زره کاله ژوندے وى خو چې په ژوند کښې يې څۀ خوشحالى نۀ وى، نو څۀ فائده؟ آخر مرګ خو هر ژوندى له شته.