4 د داسې پېدائشى مړ ماشوم دُنيا ته راتګ او تګ بېمعنې دے، مرګ د هغۀ شناخت زمونږ نه پټ ساتى.
په دُنيا کښې دې د هغۀ نسل ختم شى، او په راتلونکى نسل کښې دې د هغۀ نوم ختم شى.
کۀ د يو سړى سل بچى وى او تر بوډاتوبه پورې ژوندے وى، خو کۀ په ژوند کښې څۀ خوشحالى ونۀ وينى او په عزت سره دفن نۀ شى نو زۀ خو به دا وايم چې د دۀ نه خو هغه ماشوم ښۀ دے چې مړ پېدا شوے وى.
اګر چې هغۀ نمر هم نۀ دے ليدلے او نۀ ورته دا پته لګېدلې ده چې ژوند څنګه وى، خو بيا هم هغۀ ته د هغه مالداره سړى نه زيات آرام حاصل دے.