Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 5:9 - Pakistani Yousafzai Pashto

9 تر دې چې بادشاه هم د دې مُلک نه خپل مفاد حاصلوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 5:9
15 Iomraidhean Croise  

اوچت آسمانونه د مالِک خُدائ دى، خو زمکه يې انسان له ورکړې ده.


د غريب سړى پټى به ډېره غله پېدا کوى، خو بې‌اِنصافى به دا هر څۀ جارُو کوى.


څوک چې د خپلې زمکې زميدارى کوى هغوئ سره به ډېر خوراک وى، د چا په سوچ کښې چې هوائى خيالونه ګرځى، نو سخته غريبى به پرې راشى.


دا د يو سړى خبره ده څوک چې بلکل يواځې وو. د هغۀ نۀ بچى وُو او نۀ يې خپلوان وُو. هغۀ به هر وخت کار کولو، خو بيا هم هغه په خپله ګټه باندې مطمئن نۀ وو. هغۀ د خپل ځان نه تپوس وکړو، ”د چا دپاره زۀ دومره سخت محنت کوم او خپل ځان د خوشحالۍ نه محروم ساتم؟“ دا هم بې‌معنې دى او د افسوس خبره ده.


څوک چې د پېسو سره مينه لرى، نو هغه به هيڅکله په پېسو موړ نۀ شى. څوک چې د دولت سره مينه لرى، نو هغه به هيڅکله په دولت موړ نۀ شى. ځکه چې دا هم بې‌معنې دى.


چې کله تۀ وګورې چې په يوه علاقه کښې غريبانانو باندې ظلم زياتے کيږى او هغوئ ته صداقت او اِنصاف او د هغوئ حقُونه نۀ ملاويږى نو په دې باندې مۀ حېرانېږه. د هر آفسر دپاسه بل آفسر وى او د هغوئ د سر دپاسه نور آفسران وى.


انسان ټول محنت د خوراک پېدا کولو دپاره کوى، خو د هغۀ لوږه هيڅکله نۀ ختميږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan