4 کله چې تۀ خُدائ پاک ته يوه منښته ومنې، نو چې څومره زر کېدے شى نو دا منښته پوره کوه. هغه د کم عقلو خلقو نه خوشحال نۀ وى. کومه منښته چې ومنې نو هغه سر ته رسوه.
بيا يعقوب د خُدائ پاک سره وعده وکړه، ”کۀ تۀ زما مل يې او په دې سفر کښې زما حِفاظت کوې او ما له خوړلو له روټۍ راکوې او اغوستلو له جامې راکوې،
څۀ موده وروستو خُدائ پاک يعقوب ته ووئيل، ”پاڅه او سمدستى بيتايل ته لاړ شه او هلته اوسېږه. هلته ما ته يوه قربانګاه جوړه کړه. زۀ هغه خُدائ پاک يم چې تا ته راڅرګند شوے وم چې کله تۀ د خپل ورور عِيسو نه تښتېدلې.“
مونږ به د دې ځائ نه بيتايل ته ځُو، هلته به زۀ خُدائ پاک ته يوه قربانګاه جوړه کړم چا چې په تکليف کښې زما سوال اورېدلے دے او چې زۀ چرته هم تلے يم نو هغه زما مل وو.“
زۀ به د مالِک خُدائ سره خپلې ټولې وعدې پوره کړم، د هغۀ د ټولو خلقو په وړاندې به خپلې وعدې پوره کړم.
ما قسم خوړلے او په هغې ولاړ يم چې زۀ به ستا په صادق شريعت باندې عمل کومه
زۀ به په لويه ډله کښې ستا ثناء صِفت وکړم، د مؤمنانو په وړاندې به زۀ خپل نذرونه پېش کړم.
ستاسو قربانۍ خُدائ ته شُکر ګزارى کول دى، او دا ستاسو د خُدائ تعالىٰ سره کړې وعدې او نذرانې پوره کوى،
مالِک خُدائ خپل خُدائ ته منښتې ومنئ او هغه بيا ورکړئ، هغوئ ټول چې د هغۀ په خوا او شا کښې دى، او د چا نه چې يرېدل په کار دى هغۀ ته دې نذرونه ورکړى،
خپل ځان په بېسوچه نذر منلو سره خُدائ ته مۀ راګېروه، نو بيا کله چې وروستو په هغې باندې فکر کوى.
مالِک خُدائ به د مِصر خلقو ته خپل ځان څرګند کړى او هغوئ به يې قبول کړى او د هغۀ عبادت به کوى او هغۀ ته به قربانۍ او نذرانې پېش کوى. هغوئ به د هغۀ سره پاخۀ لوظونه وکړى او خپلې وعدې به ورسره پوره کوى.
خو زۀ به د شُکر ګزارۍ آواز سره تا ته قربانى وکړم. او څۀ منښته چې ما منلې ده هغه به زۀ پوره کوم. مالِک خُدائ خلاصونکے دے.“
”اے کاش چې په تاسو کښې يو کس د عبادتخانې دروازې بندې کړى، نو چې تاسو نور بېفائدې اور زما په قربانګاه بل نۀ کړئ. زۀ تاسو نه خوشحاله نۀ يم،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”او زۀ به ستاسو د لاسونو نه نذرانې قبولې نۀ کړم.
کله چې يو سړے مالِک خُدائ ته د منښتې په توګه څۀ څيز ومنى يا سخت قسم وخورى، نو هغه به خپله وعده نۀ ماتوى او خامخا به يې پوره کوى.
بيا به تاسو دا اورېدلى وى چې زمونږ پلار نيکۀ ته وئيلے شوى وُو چې، خپل قسم مۀ ماتوئ خو خپل قسم د مالِک خُدائ دپاره ضرور پوره کوئ.
په سوزېدلې نذرانه او د ګناه په نذرانه تۀ خوشحاله نۀ وې.
کله يې چې هغه وليده، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او وې وئيل، ”اے زما لورې، زۀ خو به تباه او برباد شم. ما چې د مالِک خُدائ سره کوم لوظ کړے دے، زۀ خو هغه نۀ شم ماتولے.“