Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 5:2 - Pakistani Yousafzai Pashto

2 د خُدائ پاک په حضور کښې په خبرو کولو کښې تېزى مۀ کوه، د هغۀ په وړاندې په څۀ بيان کولو کښې جلدى مۀ کوه. ځکه چې هغه په آسمان کښې دے او تۀ په زمکه باندې يې، نو د ضرورت نه زياتې خبرې مۀ کوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 5:2
21 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم بيا وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، ما معاف کړه چې زۀ زړَور شوم او ستا په مخکښې خبرې کوم. ځکه چې زۀ ستا په مخکښې هيڅ هم نۀ يم.


اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، غصه کېږه مه، خو زۀ يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف دېرش کسان وى نو بيا؟“ هغۀ وفرمائيل، ”زۀ به داسې نۀ کوم کۀ دېرش هم وى.“


اِبراهيم وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، غصه کېږه مه، زۀ به صِرف يو ځل بيا عرض کوم. کۀ هلته صِرف لس کسان وى نو بيا؟“ هغۀ وفرمائيل، ”کۀ لس کسان هم وى نو زۀ به هغه ښار نۀ تباه کوم.“


بيا يعقوب د خُدائ پاک سره وعده وکړه، ”کۀ تۀ زما مل يې او په دې سفر کښې زما حِفاظت کوې او ما له خوړلو له روټۍ راکوې او اغوستلو له جامې راکوې،


دا د يادګار کاڼے چې کوم ما ودرولے دے، دا به هغه ځائ وى چې چرته به ستا عبادت کيږى او چې تۀ ما له څۀ راکوې د هغې لسمه برخه به زۀ خامخا تا له درکوم.“


زمونږ پاک خُدائ په آسمان کښې دے، هر هغه څۀ کوى چې څۀ د هغۀ خوښ وى.


هرکله چې خبرې ډيرې وى نو هلته ګناه هم موجوده وى، خو څوک چې خپله ژبه قابو ساتى هوښيار دے.


خپل ځان په بې‌سوچه نذر منلو سره خُدائ ته مۀ راګېروه، نو بيا کله چې وروستو په هغې باندې فکر کوى.


د هوښيار سړى خبرې د هغۀ د عزت سبب جوړيږى، خو د کم عقل سړى خبرې د هغۀ د تباهۍ سبب جوړيږى.


د هغوئ خبرې کم عقلتوب سره شروع کيږى او خطرناک ليونتوب سره تر سره کيږى.


څومره چې تۀ پرېشانه يې، نو هغه هومره به خراب خوبونه وينې او چې څومره زياتې خبرې کوې، نو هغه هومره به کم عقلې خبرې درنه وځى.


خو ډېر خوبونه او ډيرې خبرې بې‌معنې دى، په ځائ د دې د خُدائ پاک نه وويرېږئ.


لکه څنګه چې آسمانونه د زمکې نه اوچت دى، نو هم دغه شان زما لارې او سوچونه هم ستاسو نه اوچت دى.


کۀ څوک بغېر د سوچ کولو نه قسم وخورى، چې دا قسم د هر څيز په حقله وى کۀ قسم ښۀ وى او يا بد وى، نو هغه ناپاکه او ګناهګار دے چې څنګه ورته پته ولګى چې هغۀ څۀ کړى دى.


او کله چې تاسو دُعا کوئ نو په دُعا کښې د بې‌دينه قومونو په شان د بې‌مطلبه خبرو تکرار مۀ کوئ، د چا چې دا خيال وى چې د ډېرو وئيلو په وجه به د هغوئ واورېدے شى.


نو داسې دُعا کوئ، اے په آسمان کښې زمونږ پلاره، ستا نوم دې پاک وى.


او هغۀ هغې ته قسم وخوړو، ”هر څۀ چې تۀ غواړې، زۀ به يې درکړم تر خپلې نيمې بادشاهۍ پورې.“


ځکه چې مونږ ټول اکثر غلطيانې کوُو، او څوک چې په خپلو خبرو کښې غلطى نۀ کوى نو هغه کامِل دے او ټول بدن په قابو کښې ساتلے شى.


اِفتاح د مالِک خُدائ دپاره دا منښته ومنله، ”کۀ تۀ ما له په عمونيانو باندې فتح راکړې،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan