19 کۀ خُدائ پاک چا له دولت او جائيداد ورکوى او د دې قابل يې جوړوى چې د دې نه خوند واخلى، او دا خپل نصيب وګڼى او محنت سره سره خوشحاله هم وى، نو دا د خُدائ پاک د طرف نه اِنعام دے.
زۀ به تا له هغه څۀ هم درکړم چې تا نۀ دى غوښتى، ترڅو پورې چې تۀ ژوندے يې نو تۀ به دولتمند او عزتمند يې، نو داسې تۀ به د ټولو بادشاهانو نه لوئ بادشاه يې.
نو ځکه زۀ به تا له حِکمت او پوهه درکړم. او د دې نه علاوه، زۀ به تا له دومره دولت، خزانې او عزت درکړم چې نۀ به د دې نه مخکښې يو بادشاه ته مِلاو شوى وى او نۀ به وروستو چا ته کله هم مِلاو شى.“