Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 5:18 - Pakistani Yousafzai Pashto

18 نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې د انسان دپاره ښۀ او بهتره دا ده چې څومره ورځې خُدائ پاک هغۀ له ورکړې دى په هغې کښې خوراک څښاک کوى او په مخ د زمکې د خپل سخت محنت نه خوند اخلى. ځکه چې هم دا زمونږه اجر دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 5:18
16 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ د ورځې خپله ابدى مينه په ما راوروى، د هغۀ حمد په شپه کښې زما زړۀ کښې وى، دُعا کوم هغه خُدائ پاک ته چې څوک ژوند راکوى.


اے ځوانانو، په خپله ځوانۍ خوشحاله اوسئ او د ځوانۍ نه خوند اخلئ. او څۀ چې ستاسو زړۀ غواړئ او په سترګو مو ښۀ لګى نو هغه کوئ، خو دا خبره ياده ساتئ چې خُدائ پاک به درسره د هر کار او عمل حِساب کوى.


ما چې څۀ هم غوښتل نو هغه ما اخستى وُو. ما د خپل ځان نه د يوې خوشحالۍ اِنکار هم نۀ وو کړے. ما چې کوم محنت کړے وو نو زۀ په هغې باندې خوشحاله وم، او دا خوشحالى زما د هغه محنت اِنعام وو.


د انسان دپاره د ټولو نه ښۀ خبره دا ده چې خوراک څښاک کوى او د خپل محنت نه خوشحاله وى. خو ما ته دا پته هم ولګېده چې دا څيزونه د خُدائ پاک له طرف نه دى.


د ډېر سوچ نه پس ما فېصله وکړه چې د ميو په ذريعه ځان په سُر کښې کړم. او د حکمت په لټون کښې مې کم عقلتوب شروع کړو. ما غوښتل چې معلوم کړم چې د انسان په دوه څلور ورځې ژوند کښې په مخ د زمکې څۀ کول فائده مند دى.


نو بيا ما ته دا پته ولګېده چې د دې نه ښۀ خبره نشته چې په خپل محنت باندې خوشحاله اوسو. د دې نه بغېر بله لار نشته. هيچا ته پته نۀ لګى چې د مرګ نه پس به څۀ کيږى.


دا د هغه کس خبره ده چا له چې خُدائ پاک مال دولت، عزت او جائيداد ورکړى او هغه هر څۀ ورکړى چې د هغۀ زړۀ يې غواړى، خو خُدائ پاک يې د دې په خوند پوهه نۀ کړى او د هغۀ په ځائ يو پردے کس په دې باندې مزې وکړى. دا بې‌معنې دى او لوئ مصيبت دے.


نو زما مشوره دا ده چې مونږ له د ژوند نه خوند اخستل په کار دى، ځکه چې په دې ژوند کښې هم دا يوه مزه ده چې خوراک څښاک کوُو او خوشحاله اوسو. نو داسې سخت محنت، کوم چې په مخ د زمکې خُدائ پاک مونږ له راکړے دے هغې سره سره څۀ لږه خوشحالى هم وکړُو.


نو بيا خوشحالۍ سره مے څښه او خپل خوراک کوه. ځکه چې خُدائ پاک د دې هر څۀ اجازت ورکړے دے.


هره ورځ د بابل بادشاه يهوياکين ته باقاعده خرچه ورکوله او هغۀ ورته تر مرګه پورې خرچه مقرره کړه.


د هم دغه خلقو تابعدارى کوئ بلکې د هر هغه چا هم تابعدارى کوئ چې دغه شان خِدمت او محنت کوى.


تاسو او ستاسو بچى به، سره د ستاسو نوکرانو او د ليويانو چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، دا نذرانې به صِرف د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې خورئ، صِرف د عبادت په هغه يو ځائ کښې کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوښ کړے وى. او تاسو به هلته په هغه هر څۀ باندې خوشحاله يئ کوم چې تاسو کړى وى.


هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې تاسو او ستاسو خاندان به خوراک کوئ او د هغه هر څيز نه به پوره خوند اخلئ چې تاسو د هغې دپاره محنت کړے وى. ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له برکت درکړے دے.


په هغه ښۀ څيزونو شُکر وباسئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو او ستاسو خاندان له درکړى دى، او ليويان او مسافر پرېږدئ کوم چې تاسو سره اوسيږى چې تاسو سره په جشن کښې شامل شى.


او څوک چې د دې موجوده زمانې دولتمند دى هغوئ ته حُکم ورکړه چې مغرور کيږى دې نه، او نۀ دې په نا اعتباره مال څۀ اُميد کوى، بلکې په خُدائ پاک دې اُميد ساتى څوک چې د خوشحالۍ دپاره مونږ له ټول څيزونه ډېر زيات راکوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan