څېړونکی 5:1 - Pakistani Yousafzai Pashto1 کله چې تۀ د خُدائ پاک کور ته ځې نو چې څۀ کوې هغه ډېر خيال سره کوه. د اورېدلو دپاره د خُدائ پاک حضور ته تلل بهتر دى د کم عقلانو په شان د قربانو پېش کولو نه، خُدائ پاک ته بېسوچه نذرانې پېش کول بدعملى ده. Faic an caibideil |
خو څوک چې غوَيے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې انسان حلال کړى، څوک چې يو ګډُورے حلال کړى هغه داسې دے لکه چې د يو سپى څټ مات کړى، څوک چې د غلې نذرانه پېش کړى هغه داسې دے لکه چې د خنزير وينه پېش کړى، څوک چې خوشبوئى پېش کړى هغه داسې دے لکه چې بُت پرستى وکړى. دې خلقو خپلې غلطې لارې خوښې کړې دى، او د دوئ ځان په خپلو حرامو څيزونو خوشحاليږى.