Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 4:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 دا د يو سړى خبره ده څوک چې بلکل يواځې وو. د هغۀ نۀ بچى وُو او نۀ يې خپلوان وُو. هغۀ به هر وخت کار کولو، خو بيا هم هغه په خپله ګټه باندې مطمئن نۀ وو. هغۀ د خپل ځان نه تپوس وکړو، ”د چا دپاره زۀ دومره سخت محنت کوم او خپل ځان د خوشحالۍ نه محروم ساتم؟“ دا هم بې‌معنې دى او د افسوس خبره ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 4:8
21 Iomraidhean Croise  

بيا مالِک خُدائ، خُدائ پاک وفرمائيل، ”د آدم دپاره يواځې اوسېدل ښۀ نۀ دى. زۀ به د هغۀ دپاره يوه ښۀ ملګرې جوړه کړم چې د هغۀ مدد به کوى.“


هر انسان د سورى په شان په تېزۍ سره د مرګى طرف ته روان وى، دوئ مال راټولوى خو خبر نۀ دى چې دا به څوک خرچ کوى.


خو اوس، اے مالِکه خُدايه، زۀ د څۀ طمع کوم؟ زۀ په تا باندې توکل کوم.


لکه څنګه چې په مرګ او تباهى دُنيا نۀ مړيږى، هم دغه شان د انسان سترګې کله هم نۀ مړيږى.


ما پوره عقل سره تلاش شروع کړو چې زۀ به حکمت سره هغه هر څۀ وګورم او معلوم به يې کړم کوم چې په دُنيا کښې شوى دى. نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان ته د مشکل مشقت ذمه وارى ورکړې ده چې مصروف يې وساتى.


ټول څيزونه دومره د خوارۍ ډک دى چې انسان يې بيانولے نۀ شى. نۀ سترګې په کتلو مړيږى، او نۀ غوږونه په اورېدو ډکيږى.


ځکه چې تۀ به خپل کار په ډېر حِکمت، پوهې او مهارت سره وکړې او بيا به دا هر څۀ هغه چا ته پرېږدې چې هغۀ د دې دپاره هيڅ هم نۀ وى کړى. دا بې‌معنې دى او لويه بد قسمتى ده.


هره ورځ هغه کړيږى او د خپل کار دپاره پرېشانه وى. او د شپې هم ورته ذهنى سکون نۀ ملاويږى. دا هر څۀ بې‌معنې دى.


ما په دُنيا کښې نور څۀ هم ليدلى دى چې هغه بې‌معنې دى.


څوک چې د پېسو سره مينه لرى، نو هغه به هيڅکله په پېسو موړ نۀ شى. څوک چې د دولت سره مينه لرى، نو هغه به هيڅکله په دولت موړ نۀ شى. ځکه چې دا هم بې‌معنې دى.


تر دې چې بادشاه هم د دې مُلک نه خپل مفاد حاصلوى.


په تاسو افسوس، تاسو نور نور کورونه او پټى اخلئ. خو په آخر کښې به د نورو خلقو دپاره ځائ پاتې نۀ شى او صرف تاسو به په هغه مُلک کښې اوسېږئ.


چې په څۀ باندې تاسو نۀ مړېږئ نو په هغې باندې پېسې ولې خرچ کوئ؟ چې فائده نۀ درکوى نو په هغه خوراک پېسې ولې ورکوئ؟ غور سره ما ته غوږ شئ او ښۀ خوراک کوئ. تاسو به د ډېرو مزيدارو خوراکونو نه خوند واخلئ.


اے تاسو ټول چې خوارى کوئ او پنډ مو دروند دے، ما له راشئ او زۀ به آرام درکړم.


خو خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، اے کم عقله. هم په دې شپه به دې ساه وخېژى. او تا چې کوم مال دولت راجمع کړو، دا به اوس د چا شى؟


ځکه چې په دُنيا کښې د نفس خواهش، يا د سترګو شوق، او يا د دولت غرور، دا د پلار د طرفه نۀ دى بلکې دُنياوى څيزونه دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan