4 بيا ما دا هم وکتل چې ټول خلق دې دپاره محنت کوى او د اُستاذۍ نه کار اخلى ځکه چې هغوئ د يو بل سره حسد کوى. خو دا بېمعنې وى. دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى.
ځکه چې تۀ به خپل کار په ډېر حِکمت، پوهې او مهارت سره وکړې او بيا به دا هر څۀ هغه چا ته پرېږدې چې هغۀ د دې دپاره هيڅ هم نۀ وى کړى. دا بېمعنې دى او لويه بد قسمتى ده.
خُدائ پاک هغه چا له حِکمت، پوهه او خوشحالى ورکوى څوک چې هغه رضا کوى. خو خُدائ پاک ګناهګارو له هدف ورکوى چې دولت راټول کړى او بيا يې ترې نه واخلى او هغه چا له يې ورکړى چې څوک هغه رضا کوى. نو دا هم بېمعنې دى. دا داسې دى لکه چې څوک عبث منډې وهى.
بېشمېره خلق د هغۀ نه ګېرچاپېره وُو، خو بيا يوه بله پيړۍ راوچته شوه او هغه يې هم رد کړو. نو دا څيزونه بېمعنې دى، دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى.
مونږ دې د قائِن په شان جوړ نۀ شو څوک چې د شرير نه وو او خپل ورور يې قتل کړو. او هغۀ هغه ولې قتل کړو؟ ځکه چې د هغۀ خپل عمل بد وُو او د هغۀ د ورور عمل د صداقت وُو.