3 خو د ټولو نه بختور هغه دى کوم چې لا پېدا شوى نۀ دى، چې هغوئ هغه بدعملى نۀ ده ليدلې کومه چې په مخ د زمکې کيږى.
کله چې هغوئ مړۀ شى نو ډېر خوشحاله شى، او چې کله قبر له لاړ شى نو هغوئ خوشحاله شى.
ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بېمعنې دى او هوا پسې منډې وهل دى.
نو ما د ژوند نه نفرت شروع کړو، ځکه چې دې ما له په دُنيا کښې د تکليف نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو راکړى. دا هر څۀ بېمعنې وُو، هسې هوا پسې منډې وهل وو.
افسوس دے په هغه ښځو چې په دغه ورځو کښې اُميدوارې وى او په هغوئ چې بچو له سينه ورکوى.
ځکه چې هغه ورځې راتلونکې دى چې هغوئ به وائى چې شنډې بختورې دى، چې کله يې هم بچى نۀ دى راوړى او کله يې هم سينه نۀ ده ورکړې.