16 بېشمېره خلق د هغۀ نه ګېرچاپېره وُو، خو بيا يوه بله پيړۍ راوچته شوه او هغه يې هم رد کړو. نو دا څيزونه بېمعنې دى، دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى.
په ټول مُلک کښې هغوئ په خپلو کښې په لانجه شول. هغوئ يو بل ته ووئيل، ”داؤد بادشاه مونږ د خپلو دشمنانو نه بچ کړُو. هغۀ مونږ د فلستيانو نه بچ کړُو، خو هغه اوس د ابىسلوم نه وتښتېدو او مُلک يې پرېښودو.
بيا ټول خلق ورپسې روان شول، د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې او شپېلۍ يې غږولې، دومره زيات شور يې کولو چې زمکه يې خوځوله.
ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بېمعنې دى او هوا پسې منډې وهل دى.
خو څنګه چې ما هغه هر څۀ ته وکتل د څۀ حاصلولو دپاره چې ما ډېر محنت کړے وو، نو دا هر څۀ بېمعنې وُو، داسې لکه چې هوا پسې منډې وهى. او په مخ د زمکې د هيڅ کار هم څۀ فائده نۀ وى.
نو ما د ژوند نه نفرت شروع کړو، ځکه چې دې ما له په دُنيا کښې د تکليف نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو راکړى. دا هر څۀ بېمعنې وُو، هسې هوا پسې منډې وهل وو.
خُدائ پاک هغه چا له حِکمت، پوهه او خوشحالى ورکوى څوک چې هغه رضا کوى. خو خُدائ پاک ګناهګارو له هدف ورکوى چې دولت راټول کړى او بيا يې ترې نه واخلى او هغه چا له يې ورکړى چې څوک هغه رضا کوى. نو دا هم بېمعنې دى. دا داسې دى لکه چې څوک عبث منډې وهى.
بيا ما وکتل چې خلق يو بل ځوان پسې روان وُو، څوک به چې د هغۀ په ځائ بادشاه شى.