15 بيا ما وکتل چې خلق يو بل ځوان پسې روان وُو، څوک به چې د هغۀ په ځائ بادشاه شى.
ابىسلوم داسې د هر يو بنى اِسرائيلى سره کول چې هغه به د اِنصاف دپاره بادشاه له ورتلو، نو داسې هغۀ د بنى اِسرائيلو زړونه وګټل.
دغه ځوان د غريبۍ نه د کاميابۍ طرف ته تلے شى، اګر کۀ هغه قېدى وو خو هغه بيا هم بادشاه جوړېدے شى.
بېشمېره خلق د هغۀ نه ګېرچاپېره وُو، خو بيا يوه بله پيړۍ راوچته شوه او هغه يې هم رد کړو. نو دا څيزونه بېمعنې دى، دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى.