13 يو غريب خو هوښيار ځوان ښۀ دے د هغه بوډا او کم عقل بادشاه نه، څوک چې د چا نصيحت ته غوږ نۀ اېږدى.
او دا د يعقوب د خاندان قيصه ده. د اوولسو کالو ځوان زلمى، يوسف، د وروڼو سره ګډې او چېلۍ څرولې، چې هغوئ د هغۀ د پلار د نورو ښځو، زِلفه او بِلهاه زامن وُو. هغۀ خپل پلار د هغه غلطو کارونو نه خبر کړو کوم چې د هغۀ وروڼو کول.
اخىاب ورته ووئيل، ”يو بل پېغمبر هم شته چې د اِمله زوئ ميکاياه دے. خو زۀ د هغۀ نه نفرت کوم، ځکه چې هغۀ زما دپاره هيڅکله هم ښۀ پېشګوئې نۀ ده کړې، همېشه بده پېشګوئې راکوى.“ يهوسفط ورته ووئيل، ”بادشاه سلامت، داسې مۀ وايه.“
نو امصياه ورته ووئيل، ”د کله نه تۀ مونږ د بادشاه مشير مقرر کړے يې؟ خولۀ دې بنده کړه، ګنې ووبه دې وژنم.“ پېغمبر خبرې بندې کړې خو دا يې وفرمائيل، ”اوس ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک ستا د تباه کولو فېصله کړې ده دا ځکه چې تا دا هر څۀ وکړل او زما نصيحت ته دې پام نۀ دے کړے.“
دا بهتره ده چې يو سړے غريب وى او په ايماندارۍ سره ژوند تېروى، د هغه چا نه چې دروغژن او کم عقل وى.
غريب صادق انسان د دوکه مار مالدار نه ښۀ وى.
خو کۀ يو کس يواځې وى نو شکست به وخورى، خو کۀ دوه کسه يو ځائ شى نو مقابله کولے شى. د درېو مزو پړے په آسانه نۀ شليږى.
حِکمت هوښيار سړے د ښار د لسو حکمرانانو نه زيات طاقتور جوړوى.