12 خو کۀ يو کس يواځې وى نو شکست به وخورى، خو کۀ دوه کسه يو ځائ شى نو مقابله کولے شى. د درېو مزو پړے په آسانه نۀ شليږى.
هغه درې مشهور فوجيان د فلستيانو کېمپ ته وردننه شول، د کوهى نه يې اوبۀ راوويستلې او داؤد له يې راوړې. خو هغۀ دا ونۀ څښلې، او د څښلو په ځائ يې مالِک خُدائ ته د نذرانې په توګه توئ کړې.
هغه په ټولو کښې ښۀ تکړه وو، خو هغه په هغه درېو کښې نۀ شو شمېرلے. داؤد هغه د خپلو محافظانو مشر مقرر کړو.
د هغه درېو مشهورو نه دوېم د اخيو د قبيلې د دودو زوئ اِلىعزر وو. يوه ورځ چې فلستيان راغونډ وُو نو هغۀ او داؤد ورته وفرمائيل چې زمونږ سره جنګ وکړئ. نو اِسرائيليان ټول وتښتېدل،
هم داسې، کۀ يخنى وى او دوه کسان يو ځائ څملى نو ګرم به شى، خو يو کس به يواځې څنګه ځان ګرم کړى؟
يو غريب خو هوښيار ځوان ښۀ دے د هغه بوډا او کم عقل بادشاه نه، څوک چې د چا نصيحت ته غوږ نۀ اېږدى.
پوره کوشش کوئ چې په خپلو کښې د روحُ القُدس يووالے د سلامتۍ د تړون په وسيله قائم وساتئ.