6 د تلاش کولو او د تلاش پرېښودلو دپاره وخت مقرر وى، د محفوظ ساتلو دپاره او د غورزولو دپاره وخت مقرر وى،
خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زما روح هلته تا سره نۀ وو څۀ چې کله هغه سړے د خپلې جنګى ګاډۍ نه تا له راکوز شو؟ دا وخت د پېسو او جامو، د زيتُونو ونو او د انګورو باغونو، د ګډو او څاروو يا د نوکرانو د قبلولو نۀ دے.
چې هغه سړى د اُردن پورې ورپسې لاړل، نو هغوئ په ټوله لار باندې هغه جامې او سامان وليدو چې د شاميانو نه په تېښته کښې پاتې شوے وو. بيا هغوئ راواپس شول او بادشاه يې خبر کړو.
نو حِزائيل په څلوېښتو اوښانو باندې د دمشق ښۀ څيزونه بار کړل او اليشع له لاړو. کله چې حِزائيل ورسره مِلاو شو نو ورته يې ووئيل، ”ستا خِدمتګار بِنحدد بادشاه زۀ د دې تپوس دپاره رالېږلے يم چې هغه به د خپلې بيمارۍ نه ښۀ شى او کۀ نه.“
هغۀ خپل خېراتونه مسکينانو ته ورلېږلى دى، د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې کيږى، او د عزت سره به د هغۀ سترګې اوچتيږى.
خپله روټۍ په اوبو باندې وغورزوه چې لاړه شى او ډيرې ورځې پس به دا تا ته بيا مِلاو شى.
د کاڼو خورولو او راغونډولو دپاره وخت مقرر وى، د غاړه وتلو او نۀ غاړه وتلو دپاره وخت مقرر وى.
د شلولو او د ګنډلو دپاره وخت مقرر وى، د خاموشۍ او د خبرو کولو دپاره وخت مقرر وى.
کله چې هغه ورځ راشى، نو هغوئ چې کوم د سپينو زرو او سرو زرو بُتان جوړ کړى وى چې عبادت يې وکړى نو هغه به وغورزوى. او هغوئ به منږکانو او ښاپېرکانو ته پرېږدى.
د سمندرى جهاز ماڼکيان ډېر يرې واخستل او هر يو خپل خُدائ ته چغې وهلې. او هغوئ د جهاز د وزن سپکولو دپاره سامان سمندر ته وغورزولو. خو يُونس ښکته کوز شوے وو، هلته هغه په خوږ خوب اودۀ پروت وو.
او هر هغه چا چې زما د خاطره وروڼه، خوېندې، مور پلار، اولاد، زمکه، جائيداد او کورونه پرېښى دى هغوئ به يو په سل بيا مومى او د تل ژوندون به بيا مومى.
او په درېمه ورځ يې د جهاز آوزار په خپلو لاسونو وغورزولو.
هغوئ د مړېدلو نه وروستو د جهاز د وزن سپکولو دپاره غنم سمندر ته ورګزار کړل.