Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 3:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 د کاڼو خورولو او راغونډولو دپاره وخت مقرر وى، د غاړه وتلو او نۀ غاړه وتلو دپاره وخت مقرر وى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 3:5
11 Iomraidhean Croise  

او د هغوئ ښارونه يې تباه کول. کله چې هغوئ د آباد پټى نه تېرېدل، نو هر يو اِسرائيلى به يو کاڼے وراچولو چې په کاڼو به پټ شو، هغوئ ټولې چينې هم بندې کړې او ټولې ښې ونې يې راوغورزولې. په آخر کښې صِرف د قير‌حراست شاهى ښار پاتې شو او چې د کومو سړو سره ليندې وې نو هغوئ دا ښار محاصره کړو او حمله يې ورباندې وکړه.


او موسىٰ هغوئ ته وفرمائيل، ”د درېمې ورځې دپاره ځانونه تيار کړئ او په دې دوران کښې د ښځو سره مۀ څملئ.“


د غم دپاره او د خوشحالۍ دپاره وخت مقرر وى، د ماتم دپاره او د ګډېدو دپاره وخت مقرر وى،


د تلاش کولو او د تلاش پرېښودلو دپاره وخت مقرر وى، د محفوظ ساتلو دپاره او د غورزولو دپاره وخت مقرر وى،


ټول خلق راغونډ کړئ، او غونډه مقدسه کړئ، مشران، ماشومان او واړۀ ماشومان راغونډ کړئ. ناوې او زلمے د خپلې خپلې کوټې نه راوغواړئ.


تاسو د يو بل سره کوروالے مۀ پرېږدئ خو د لږ وخت دپاره د يو بل په مشوره خير دے چې د دُعا خاص فرصت درته مِلاو شى، او د لږ وخت نه وروستو بيا يو ځائ شئ، هسې نه چې شېطان د نفس د کمزورۍ په وجه تاسو په آزمېښت کښې واچوى.


د نمرپرېواتو په وخت کښې يشوَع حُکم وکړو او د هغوئ لاشونه راکوز کړے شول او هم په هغه غار کښې وغورزولے شول چرته چې هغوئ مخکښې پټ وُو. د غار په خولۀ باندې لوئ کاڼى کېښودلے شول او هغوئ تر اوسه پورې هلته دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan