Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 3:19 - Pakistani Yousafzai Pashto

19 لنډه دا چې، د انسانانو او ځناورو دواړو اَنجام يو دے، انسان او ځناور دواړه ساه اخلى، او دواړه مرى. انسان د ځناور نه بهتر نۀ دے، دا هر څۀ بې‌معنې دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 3:19
18 Iomraidhean Croise  

مونږ به ټول مرو، مونږ په زمکه د تويو شوو اوبو په شان يُو، چې هغه بيا نۀ شى راغونډېدلے. خو خُدائ پاک د چا هلاکېدل نۀ غواړى او هغه داسې منصوبې جوړوى چې يو شړلے کس واپس ځان ته راولى.


نو کله چې تۀ د دوئ نه خپل مخ واړوې نو دوئ يريږى، کله چې تۀ د دوئ نه ساه واخلې نو دوئ مړۀ او دوباره خاورې شى.


خو انسانان د خپل دولت په وجه ژوندى پاتې کېدے نۀ شى، او هغوئ به لکه د ځناور په شان مړۀ شى.


دا د هغوئ نصيب دے څوک چې په خپل ځان توکل کوى، او څوک چې د دوئ په لاره روان وى.


هغه څوک چې ډېر مال او دولت لرى خو دے نۀ پوهيږى چې دوئ به د ځناورو په شان ختميږى.


ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بې‌معنې دى او هوا پسې منډې وهل دى.


ما خپل پوره ذهنى طاقت په دې ولګولو چې حِکمت وپېژنم، او هم په ليونتوب او بې‌وقوفتوب پوهه شم، خو ما ته پته ولګېده چې دا ټول هم هوا پسې منډې وهل دى.


ځکه چې هوښيارانو ته دا پته وى چې هغوئ چرته روان دى، خو کم عقلو ته پته نۀ لګى ځکه چې هغوئ په تيارۀ کښې روان وى. خو ما ته دا پته هم ولګېده چې زمونږ د دواړو اَنجام يو دے.


ځکه چې هوښيار او کم عقل دواړه به مرى. هوښيار به د کم عقل نه تر زيات وخته پورې ياد نۀ شى ساتلے. په راتلونکى وخت کښې به دواړه هېر کړے شى.


ښۀ دا ده چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې ماتم کيږى نه چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې دعوت وى، ځکه چې ژوندو خلقو له دا خبره په ذهن کښې کښېنول په کار دى چې مرګ زمونږ د ټولو انتظار کوى.


انسان ته هيڅکله دا پته نۀ لګى چې په هغۀ به سخت وخت کله راځى. لکه څنګه چې کبان په جال کښې او مارغان په دام کښې اچانک راګېر شى، نو داسې به مرګ انسان سمدستى راګېر کړى.


د صادق او د بدعمله، د ښۀ او د بد، د پاک او د ناپاک، هغه خلق چې خُدائ پاک ته قربانۍ پېش کوى يا هغه خلق چې قربانۍ نۀ پېش کوى، ټولو سره قسمت يو شان معامله کوى. د يو ښۀ کس او د ګناهګار يو شان اَنجام وى، د قسم خوړلو والا او د قسم نۀ خوړلو والا دواړو يو منزل دے.


کۀ دا سړى د خُدائ پاک د سزا نه بغېر په خپل مرګ مړۀ شى، نو بيا به مالِک خُدائ زۀ هم نۀ يم رالېږلے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan