Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 3:11 - Pakistani Yousafzai Pashto

11 خو خُدائ پاک هر څۀ داسې جوړ کړى دى چې په خپل وخت باندې ښائسته او مناسب وى. هغه انسانانو له د ابديت خيال ورکوى، خو سره د دې مونږ د خُدائ پاک په کار باندې د اول نه واخله تر آخره پورې پوره نۀ شُو پوهېدلے څۀ چې هغه کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 3:11
19 Iomraidhean Croise  

خُدائ پاک دا ټول څيزونه وکتل او هغه ډېر خوشحاله وو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا شپږمه ورځ وه.


ولې تۀ د خُدائ پاک هغه پټې خبرې معلومولے شې؟ او يا تۀ د قادر خُدائ حد معلومولے شې څۀ؟


مونږ د قادر مطلق خُدائ د طاقت تصور نۀ شُو کولے، خو هغه بيا هم د اِنصاف والا او صادق دے، هغه مونږ نۀ تباه کوى.


هغه داسې لوئ لوئ کارونه کوى چې څوک ورباندې نۀ پوهيږى، هغه بې‌شمېره عجيبه کارونه کوى.


اے مالِکه خُدايه، تا د مختلفو ځناورو څومره قسمونه پېدا کړى دى، ټول دې په عقلمندۍ سره جوړ کړى دى، زمکه ستا د مخلوق نه ډکه شوې ده.


مالِک خُدائ هر څۀ د خپل مقصد د پوره کولو دپاره پېدا کړى دى، تر دې چې بدکاران يې هم د تباهۍ د ورځې دپاره پېدا کړى دى.


ما پوره عقل سره تلاش شروع کړو چې زۀ به حکمت سره هغه هر څۀ وګورم او معلوم به يې کړم کوم چې په دُنيا کښې شوى دى. نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان ته د مشکل مشقت ذمه وارى ورکړې ده چې مصروف يې وساتى.


لکه څنګه چې تا ته د هوا رخ نۀ معلوميږى او نۀ درته دا پته لګى چې د مور په خېټه کښې ماشوم څنګه جوړيږى، نو داسې تۀ د خُدائ پاک په کارونو هم نۀ پوهېږې، څوک چې د هر څۀ خالق دے.


د خُدائ پاک په کارونو باندې فکر وکړه، څۀ چې هغۀ کاږۀ جوړ کړى وى نو هغه څوک نېغولے شى؟


ما د حِکمت اصُول استعمال کړل چې په دې هر څۀ باندې پوهه شم، خو دا زما دپاره ډېر ګران وُو، ما نۀ شول کولے.


نو زۀ صرف دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان پېدا کړے دے چې نېک وى، خو هغه په نورو ډېرو منصوبو پسې ځى.


نو ما ته پته ولګېده چې خُدائ پاک په دُنيا کښې څۀ کوى نو هيچا ته هم د هغې پته نۀ لګى. کېدے شى چې يو هوښيار کس دا دعوىٰ وکړى چې زۀ په دې پوره پوهه شوم، خو دا به داسې نۀ وى، هغه د دې اَنجام ته نۀ شى رسېدے.


هر څۀ ما ته زما پلار سپارلى دى، او هيڅوک بې د پلاره زوئ نۀ پېژنى، او نۀ څوک پلار پېژنى بې له زويه او بې له هغوئ نه چې زوئ يې ورته په ګوته کوى.


په غنو کښې د پرېوتلى تخم مِثال د هغه چا دے څوک چې کلام واورى خو دُنيادارى او د دولت مينه په دۀ غالبه شى او کلام بې‌مېوې پاتې شى.


د هغوئ د حېرانېدو څۀ حد نۀ وو. هغوئ ووئيل چې، ”دے چې څۀ هم کوى ډېر يې ښۀ کوى، تر دې چې هغه کڼو له غوږونه او چاړاګانو له ژبې ورکوى.“


او څنګه چې هغوئ د خُدائ پاک پېژندل خوښ نۀ کړل نو خُدائ پاک هم هغوئ خپلو باطلو خيالاتو ته پرېښودل چې په هم دې بدعملۍ آخته وى.


واه، د خُدائ پاک دولت، عِلم او پوهه څومره بې‌پايانه ده، او د هغۀ اِنصاف څومره د عقل نه بهر دے او د هغۀ لارې څومره عجيبه دى.


مالِک خُدائ طاقتور ساتونکے دے، د هغۀ کارونه مکمل دى او د هغۀ هر کار د اِنصاف دے، ستاسو خُدائ پاک وفادار او رښتونے دے، هغه صادق او اِنصاف کوونکے دے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan