1 د هر څيز خپل وخت وى، د هر کار دپاره په مخ د زمکې وخت مقرر وى.
خو اليشع ورته وفرمائيل، ”زما روح هلته تا سره نۀ وو څۀ چې کله هغه سړے د خپلې جنګى ګاډۍ نه تا له راکوز شو؟ دا وخت د پېسو او جامو، د زيتُونو ونو او د انګورو باغونو، د ګډو او څاروو يا د نوکرانو د قبلولو نۀ دے.
هغه د خپلو مصيبتونو په وجه عاجز شو او مالِک خُدائ، خُدائ پاک ته راوګرځېدو او هغۀ ته يې د مدد دپاره سوال وکړو.
انسان په مناسب جواب ورکولو خوشحاليږى، په مناسب وخت کښې ټيک خبره کول څومره ښۀ وى.
خپل بهرنى کارونه اول ختم کړه او خپله د کروندې زمکه تياره کړه، د دې نه وروستو خپل کور جوړوه.
ما پوره عقل سره تلاش شروع کړو چې زۀ به حکمت سره هغه هر څۀ وګورم او معلوم به يې کړم کوم چې په دُنيا کښې شوى دى. نو زۀ دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان ته د مشکل مشقت ذمه وارى ورکړې ده چې مصروف يې وساتى.
نو ما د ژوند نه نفرت شروع کړو، ځکه چې دې ما له په دُنيا کښې د تکليف نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو راکړى. دا هر څۀ بېمعنې وُو، هسې هوا پسې منډې وهل وو.
د ډېر سوچ نه پس ما فېصله وکړه چې د ميو په ذريعه ځان په سُر کښې کړم. او د حکمت په لټون کښې مې کم عقلتوب شروع کړو. ما غوښتل چې معلوم کړم چې د انسان په دوه څلور ورځې ژوند کښې په مخ د زمکې څۀ کول فائده مند دى.
ما په خپل زړۀ کښې ووئيل، خُدائ پاک به د بدعملو او د صادقانو عدالت کوى، ځکه چې هر يو څيز او هر يو کار دپاره يو وخت مقرر دے.
په ښۀ حالاتو کښې خوشحاله اوسئ، خو چې کله تکليف راځى، نو ياد ساته چې خوشحالى او تکليف، دواړه خُدائ پاک راولى، او هيچا ته پته نۀ لګى چې سبا به څۀ کيږى.
نو هغوئ به وائى چې د مِصر بادشاه فِرعون خو تش په خولۀ لوئيږى، هغۀ نه اوس خپله موقع خطا شوې ده.
او د سحر په وخت وايئ چې نن به سيلۍ راشى ځکه چې آسمان سور او دوند دے. تاسو د آسمان د مخ تعبير کولے شئ خو د زمانو په نښو نۀ پوهېږئ.