Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 2:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 ما ډېر غلامان او وينځې واخستلې، او زما په کور کښې هم غلامان پېدا شوى وُو. ما سره دومره زيات څاروى وُو چې په يروشلم کښې پخوانى يو بادشاه سره هم نۀ وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 2:7
16 Iomraidhean Croise  

ابرام ډېر مالداره سړے وو، د هغۀ څاروى وُو او د سپينو او سرو زرو مالِک هم وو.


چې کله ابرام خبر شو چې د هغۀ ورارۀ نيولے شوے دے، هغۀ خپل ټول درې سوه اتلس فوجيان خپلې خېمې ته راوغوښتل او په هغه څلورو بادشاهانو پسې تر دان پورې روان وُو.


ګوره، تا ما له اولاد نۀ دے راکړے او زما غلام به زما ميراث اخلى.“


لس په غله باندې ساتلى څاروى، شل په څرېدو ساتلى څاروى او سل ګډې، چې ورسره هوسۍ، باره سينګۍ، غرڅۍ او څاربۀ چرګان هم وُو.


د موآب بادشاه ميسا به ګډې ساتلې او هر کال يې سل زره ګډُورى او د سلو زرو ګډو وړۍ د اِسرائيل بادشاه له په محصُول کښې ورکولې.


هغۀ په بيابان کښې پاخۀ برجونه جوړ کړل او د اوبو ډېرې ډيګۍ يې وکنستلې، ځکه چې هغۀ د نمرپريواتۀ طرف ته د غرۀ په لمنو کښې او بيابان کښې د څاروو ډېرې رَمې لرلې. ځکه چې هغۀ د زميدارۍ سره مينه لرله، هغۀ خلقو ته وفرمائيل چې د غرونو په مُلک کښې د انګورو باغونه وکَرى او په آباده زمکه کښې پټى وکَرى.


دا د سليمان د نوکرانو د ډلو تفصيل دے چې هغوئ د جلاوطنۍ نه راواپس شول: سوطى، حسوفرت، فرودا، يعله، درقون، جِديل، سفطياه، حِطيل، فوکرت‌هضبائم او امى.


د مالِک خُدائ د کور د خِدمتګارانو د اولاد او د سليمان د نوکرانو د اولاد ټول شمېر اتۀ کم څلور سوه وو کوم چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول.


د سليمان د نوکرانو قبيلې چې د جلاوطنۍ نه راواپس شول: سوطى، سوفرت، فريدا، يعله، درقون، جِديل، سفطياه، حِطيل، فوکرت‌هضبائم او امون.


هغۀ سره اووۀ زره ګډې، درې زره اوښان، د غوَيانو پينځۀ سوه قلبې، پينځۀ سوه خرې وې او ډېر زيات نوکران يې وُو، نو دے د مشرقى علاقې په خلقو کښې د ټولو نه زيات مالداره وو.


نو مالِک خُدائ د ايُوب وروستنے عُمر د اول عُمر نه زيات برکتناک کړو، او د هغۀ څوارلس زره ګډې، شپږ زره اوښان، دوه زره غوَيى او يو زر خرۀ وُو.


خو کۀ هغه نوکر د خپل ځان سره داسې ووائى چې بويه چې زما مالِک راځى او بيا د نورو نوکرانو په وهلو لاس پورې کړى او په خوړلو او څښلو آخته وى او په نشه کښې وى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan