Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 2:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 ما تالابونه جوړ کړل چې د هغې په ذريعه دا ډيرې ونې اوبۀ کوم.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 2:6
7 Iomraidhean Croise  

نو بيا زۀ د فوارې دروازې ته او د بادشاه تالاب ته لاړم، خو په کوم خر باندې چې ما سورلى کوله نو هغۀ د تېرېدو لار پېدا نۀ کړه،


ما د شاهى ځنګلو څوکيدار آسف دپاره هم يو خط وغوښتو، چې هغۀ ته په کښې ليکلى شوى وُو چې د هغه قلعې د دروازو دپاره چې د خُدائ پاک د کور حِفاظت کوى، د ښار د دېوالونو دپاره او د هغه کور دپاره ما له لرګى راکړى چې په کوم کښې به زۀ اوسېدم. ما چې څۀ غوښتى وُو نو بادشاه ما له هغه هر څۀ راکړل، ځکه چې خُدائ پاک په ما مِهربانه وو.


د مصفاه ضِلعې حکمران د کولحوزه زوئ سلوم د فوارې دروازه بيا جوړه کړه. هغۀ د دروازې دپاسه چت جوړ کړو، دروازې يې په خپل ځائ باندې ولګولې او سيخونه او زنځيرونه يې په کښې ولګول. د سِلح تالاب سره د شاهى باغ سره نزدې هغۀ دېوال جوړ کړو، دا تر هغه ځائ پورې وو چرته چې د داؤد د ښار نه لاندې پوړۍ کوزې شوې وې.


د بيت‌صور د نيمې ضِلعې حکمران د عُزبق زوئ نحمياه ورپسې برخه جوړه کړه، چې دا د داؤد د خاندان د قبرستان، تالاب او د فوجيانو کورونو پورې وه.


نو هغه به د داسې ونې په مثال وى، کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى، مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى پاڼې يې تل شنې وى او په ‎ژوندون کښې کاميابه وى.


ستا غړۍ لکه د هاتى د غاښونو نه جوړه شوې مينارې په شان ښائسته ده نه. ستا سترګې د حسبون ښار د ځلېدونکو تالابونو په شان دينه، کوم تالابونه چې د دې ښار د بيت‌رابيم دروازې سره دينه. ستا پوزه د لبنان د برج په شان ښائسته ده نه چې د دمشق ښار ترې نه ښکارينه.


هغوئ د هغه ونو په شان دى چې د لختى په غاړه کَرلے شوې وى او جرړې يې اوبو ته رسېدلې وى. نو کله چې د ګرمۍ موسم راشى نو يره يې نۀ وى، د هغوئ پاڼې هر وخت شنې وى. او په خُشک سالۍ کښې يې څۀ پرېشانى نۀ وى، نو کله هم بې‌مېوې نۀ پاتې کيږى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan