25 ځکه چې صرف د خُدائ پاک په مدد سره مونږ خوراک کولے شُو او د ژوند نه مزې اخستے شُو.
د انسان دپاره د ټولو نه ښۀ خبره دا ده چې خوراک څښاک کوى او د خپل محنت نه خوشحاله وى. خو ما ته دا پته هم ولګېده چې دا څيزونه د خُدائ پاک له طرف نه دى.
خُدائ پاک هغه چا له حِکمت، پوهه او خوشحالى ورکوى څوک چې هغه رضا کوى. خو خُدائ پاک ګناهګارو له هدف ورکوى چې دولت راټول کړى او بيا يې ترې نه واخلى او هغه چا له يې ورکړى چې څوک هغه رضا کوى. نو دا هم بېمعنې دى. دا داسې دى لکه چې څوک عبث منډې وهى.