او چا ته پته ده چې هغه به هوښيار وى او کۀ کم عقل؟ خو چې ما د څۀ دپاره محنت کړے دے نو هغه هر څۀ به د هغۀ شى، څۀ چې ما په خپله هوښيارتيا په مخ د زمکې ګټلى دى نو هغه هر څۀ به د هغۀ وى. دا ټول بېمعنې دى.
ځکه چې تۀ به خپل کار په ډېر حِکمت، پوهې او مهارت سره وکړې او بيا به دا هر څۀ هغه چا ته پرېږدې چې هغۀ د دې دپاره هيڅ هم نۀ وى کړى. دا بېمعنې دى او لويه بد قسمتى ده.