17 نو ما د ژوند نه نفرت شروع کړو، ځکه چې دې ما له په دُنيا کښې د تکليف نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو راکړى. دا هر څۀ بېمعنې وُو، هسې هوا پسې منډې وهل وو.
الياس په بيابان کښې ټوله ورځ مزل وکړو. هغۀ مزل بس کړو او د جارُو د ونې د سورى لاندې کښېناستو او هغۀ غوښتل چې مړ شى. هغۀ ووئيل، ”مالِکه خُدايه، بس دے، ما ووژنه، زۀ د خپل پلار نيکۀ نه ښۀ نۀ يم.“
کاش، چې تا زۀ په قبر کښې پټ کړے وے، او چې تر هغې پورې دې زۀ فنا کړے وے چې ستا غصه تېره شوے وے، او يا دې يو وخت مقرر کړے وے چې زۀ دې راپه ياد شوے وے.
راياد کړه تۀ چې زما ژوند به څومره لنډ وى، مونږ ټول مخلوق دې څومره فانى پېدا کړى يُو؟
ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بېمعنې دى او هوا پسې منډې وهل دى.
ما خپل پوره ذهنى طاقت په دې ولګولو چې حِکمت وپېژنم، او هم په ليونتوب او بېوقوفتوب پوهه شم، خو ما ته پته ولګېده چې دا ټول هم هوا پسې منډې وهل دى.
خو څنګه چې ما هغه هر څۀ ته وکتل د څۀ حاصلولو دپاره چې ما ډېر محنت کړے وو، نو دا هر څۀ بېمعنې وُو، داسې لکه چې هوا پسې منډې وهى. او په مخ د زمکې د هيڅ کار هم څۀ فائده نۀ وى.
نو په مخ د زمکې انسان ته د سخت محنت او پرېشانۍ نه څۀ حاصليږى؟
د دې نه علاوه ما دا هم وکتل، چرته چې مونږ د اِنصاف توقع کوله هلته بدعملى وه، چرته چې مونږ د صداقت توقع کوله هلته بدعملى وه.
نو ما هغه خلق بختور وګڼل کوم چې مړۀ شوى دى، د هغه خلقو نه کوم چې تر اوسه پورې ژوندى دى.
خو د ټولو نه بختور هغه دى کوم چې لا پېدا شوى نۀ دى، چې هغوئ هغه بدعملى نۀ ده ليدلې کومه چې په مخ د زمکې کيږى.
څۀ چې مونږ سره وى د هغې نه خوند اخستل ښۀ دى په ځائ د دې چې د هغه څيزونو خواهش ولرو چې مونږ سره نۀ وى. دا بېمعنې دى، او دا داسې دى لکه چې هوا پسې منډې وهى.
نو بيا زۀ روح اوچت کړم او د هغه ځائ نه يې ځان سره بوتلم، زۀ ورسره په تريخ مزاج او غصې سره لاړم، خو د مالِک خُدائ زورَور لاس په ما باندې وو.
نو اوس، اے مالِکه خُدايه، ما مړ کړه، ځکه چې د دې ژوند نه به مرګ ښۀ وى.“
کله چې نمر راوختلو، نو خُدائ پاک د مشرق د طرف نه توده هوا راولېږله، او د يُونس په سر نمر دومره تېز لګېدو چې هغه ګرمۍ ووهلو. هغۀ مرګ وغوښتو، او وې فرمائيل چې، ”د دې ژوند نه به زما دپاره مرګ ښۀ وى.“
تۀ ولې ما دې ته جوړوې چې بېاِنصافى وګورم؟ تۀ ولې بد برداشت کوې؟ تباهى او ظلم، بحث مباحثى او اختلافات زما د وړاندې دى.
کۀ تۀ زما سره هم دغه شان سلوک کوې، نو په ما رحم وکړه او ما ووژنه، کۀ تۀ زما نه رضا يې، نو ما د خپل غم ليدلو نه وساته.“