16 ځکه چې هوښيار او کم عقل دواړه به مرى. هوښيار به د کم عقل نه تر زيات وخته پورې ياد نۀ شى ساتلے. په راتلونکى وخت کښې به دواړه هېر کړے شى.
داؤد د ابنير دپاره دا د غم سندره ووئيله، ”ابنير دې د يو کم عقل په شان ولې مړ شى؟
کله چې هوا ورباندې ولګيږى نو ختم شى، او بيا په هغې ځائ کښې نۀ ښکارى.
نو ټول خلق به ووينى چې پوهان هم مړۀ کيږى، جاهلان او بېوقوفان به يو ځائ هلاک شى. او د ټولو نه به مال دولت نورو ته پاتې شى
ولې په تيارۀ کښې ستا معجزې پېژندے شى څۀ، يا د فنا په مُلک کښې ستا رښتينوالے څوک پېژندے شى څۀ؟
يوسف د هغۀ ټول وروڼه او هغه ټول نسل يو يو مړ کېدلو،
بيا په مِصر يو نوے بادشاه راغلو چې هغۀ ته د يوسف په حقله هيڅ معلومات نۀ وُو.
د هوښيار حِکمت دا دے چې خپلو لارو ته سوچ وکړى، خو د کم عقل کم عقلتوب هغه بېلارې کوى.
هيچا ته ياد نۀ دى چې په تېرو وختونو کښې څۀ شوى وُو او څۀ چې اوس کيږى هغه به د راتلونکى وخت خلقو ته ياد نۀ وى.
ځکه چې هوښيارانو ته دا پته وى چې هغوئ چرته روان دى، خو کم عقلو ته پته نۀ لګى ځکه چې هغوئ په تيارۀ کښې روان وى. خو ما ته دا پته هم ولګېده چې زمونږ د دواړو اَنجام يو دے.
ما د ځان سره ووئيل، ”د کم عقل په شان اَنجام به زما هم وى، نو بيا زما د ټول حِکمت فائده څۀ ده؟ دا هر څۀ بېمعنې دى.“
هوښيار کس د کم عقل نه په څۀ فائده مند وى؟ کۀ غريب کس خلقو سره مناسب سلوک کوى نو په دې کښې د هغۀ دپاره څۀ فائده ده؟
ښۀ دا ده چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې ماتم کيږى نه چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې دعوت وى، ځکه چې ژوندو خلقو له دا خبره په ذهن کښې کښېنول په کار دى چې مرګ زمونږ د ټولو انتظار کوى.
آو، ما وليدل چې بدعمله د عزت سره ښخ شوى وُو او هغوئ به د خُدائ پاک مقدس کور ته تلل راتلل، خو چې په کومو ښارونو کښې هغوئ بدعملى کوله نو هلته خلقو د هغوئ صِفت بيانولو. دا هم بېمعنې دى.
خو په هغه ښار کښې يو غريب خو هوښيار کس وو. هغۀ په خپلې هوښيارتيا سره هغه ښار بچ کړو. خو وروستو هيچا هغه ياد نۀ کړو.
يقيناً چې ژوندو ته خو دومره پته وى چې هغوئ به مرى. خو مړو ته هيڅ پته نۀ لګى. هغوئ ته نور اجر نۀ ملاويږى، او د هغوئ يادونه ختم شى.
د دې نه وروستو، بيا کوم کسان چې د مالِک خُدائ نه يرېدل يو بل سره يې خبرې وکړې، او مالِک خُدائ ورته غوږ شو او هغه يې واورېدلې. د هغۀ په حضور کښې يو يادګارى طومار ليکلے شوے وو د هغوئ د نومونو په حقله څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېدل او د هغۀ د نوم عزت يې کولو.
او لکه چې څنګه د بنى آدم دپاره يو ځل مړ کېدل مقرر دى، او د هغې نه پس به عدالت ته وړاندې کيږى،