15 ما د ځان سره ووئيل، ”د کم عقل په شان اَنجام به زما هم وى، نو بيا زما د ټول حِکمت فائده څۀ ده؟ دا هر څۀ بېمعنې دى.“
نو په دې وجه به زۀ هغه څۀ وکړم چې تا غوښتى دى. زۀ به تا له دومره ډېر حِکمت او پوهه درکړم چې نۀ به چا ته مخکښې مِلاو شوې وى او نۀ به تا نه وروستو چا ته مِلاو شى.
ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بېمعنې دى او هوا پسې منډې وهل دى.
ما خپل ځان سره ووئيل، ”زۀ د هغه ټولو نه ډېر زيات هوښيار يم چا چې زما نه مخکښې په يروشلم بادشاهى کړې ده. ما ډېر حِکمت او عِلم حاصل کړے دے.“
ځکه چرته چې حِکمت زيات وى هلته پرېشانى هم زياته وى، او څوک چې عِلم زياتوى هغه غمونه زياتوى.
هغه معلِم فرمائى، ژوند يو غټ راز دے، او زمونږ پوهه د دې په حقله ډېره محدوده ده.
ځکه چې هوښيار او کم عقل دواړه به مرى. هوښيار به د کم عقل نه تر زيات وخته پورې ياد نۀ شى ساتلے. په راتلونکى وخت کښې به دواړه هېر کړے شى.
څومره چې خبرې زياتيږى، نو دومره بېمطلبه کيږى، نو د بحث نه فائده څۀ؟
هوښيار کس د کم عقل نه په څۀ فائده مند وى؟ کۀ غريب کس خلقو سره مناسب سلوک کوى نو په دې کښې د هغۀ دپاره څۀ فائده ده؟