11 خو څنګه چې ما هغه هر څۀ ته وکتل د څۀ حاصلولو دپاره چې ما ډېر محنت کړے وو، نو دا هر څۀ بېمعنې وُو، داسې لکه چې هوا پسې منډې وهى. او په مخ د زمکې د هيڅ کار هم څۀ فائده نۀ وى.
خُدائ پاک دا ټول څيزونه وکتل او هغه ډېر خوشحاله وو. شپه تېره شوه او سحر شو. دا شپږمه ورځ وه.
راياد کړه تۀ چې زما ژوند به څومره لنډ وى، مونږ ټول مخلوق دې څومره فانى پېدا کړى يُو؟
موسىٰ هغه ټول کار ته وکتل او وې ليدل چې هغوئ دا په صحيح توګه هم هغه شان کړے وو څنګه چې مالِک خُدائ حُکم کړے وو. نو موسىٰ د هغوئ دپاره برکت وغوښتلو.
ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بېمعنې دى او هوا پسې منډې وهل دى.
ما خپل پوره ذهنى طاقت په دې ولګولو چې حِکمت وپېژنم، او هم په ليونتوب او بېوقوفتوب پوهه شم، خو ما ته پته ولګېده چې دا ټول هم هوا پسې منډې وهل دى.
په مخ د زمکې خلق دومره خوارى کوى نو د دې نه دوئ تۀ فائده څۀ ده؟
يو کاريګر د خپل محنت نه څۀ فائده اخلى؟
څوک چې د پېسو سره مينه لرى، نو هغه به هيڅکله په پېسو موړ نۀ شى. څوک چې د دولت سره مينه لرى، نو هغه به هيڅکله په دولت موړ نۀ شى. ځکه چې دا هم بېمعنې دى.
دا هم ډېره د افسوس خبره ده، چې څنګه انسان دُنيا ته راځى نو هغه شان ځى. هغۀ فائده څۀ وکړه؟ چې عبث هوا پسې يې منډې ووهلې؟
آيا مالِک خُدائ ربُ الافواج دا نۀ ده مقرره کړې چې د خلقو محنت صرف د اور دپاره خشاک دے، او قومونه خپل ځانونه هسې ستړى کوى؟
يقيناً چې د قناعت سره ديندارۍ کښې لويه ګټه ده،