اے ځوانانو، په خپله ځوانۍ خوشحاله اوسئ او د ځوانۍ نه خوند اخلئ. او څۀ چې ستاسو زړۀ غواړئ او په سترګو مو ښۀ لګى نو هغه کوئ، خو دا خبره ياده ساتئ چې خُدائ پاک به درسره د هر کار او عمل حِساب کوى.
ما چې څۀ هم غوښتل نو هغه ما اخستى وُو. ما د خپل ځان نه د يوې خوشحالۍ اِنکار هم نۀ وو کړے. ما چې کوم محنت کړے وو نو زۀ په هغې باندې خوشحاله وم، او دا خوشحالى زما د هغه محنت اِنعام وو.
نو زما مشوره دا ده چې مونږ له د ژوند نه خوند اخستل په کار دى، ځکه چې په دې ژوند کښې هم دا يوه مزه ده چې خوراک څښاک کوُو او خوشحاله اوسو. نو داسې سخت محنت، کوم چې په مخ د زمکې خُدائ پاک مونږ له راکړے دے هغې سره سره څۀ لږه خوشحالى هم وکړُو.
ځکه چې مونږ هم اول ناپوهه، نافرمانه، ګمراه او د قِسما قِسم خواهشاتو او د عېش و عشرت غلامان وُو او په بدخواهۍ او په حسد کښې مو ژوند تېرولو، هر چا زمونږ نه نفرت کولو او مونږ هم د هغوئ نه نفرت کولو.