9 معلِم په خپله هوښيار وو او خلقو له يې هم د عِلم تعليم ورکولو. هغۀ په ډېرو متلونو باندې غور او فکر کولو او ترتيب وار يې جمع کړل.
ستا ښځې څومره خوش قسمته دى او ستا نوکران څومره خوش قسمته دى، هغوئ هر وخت ستا په وړاندې وى او ستا د حِکمت خبرې اورېدے شى.
هغۀ درې زره متلونه او يو زر او پينځۀ سندرې جوړې کړې.
مالِک خُدائ خپله وعده پوره کړه او سليمان له يې حِکمت ورکړو. او د حيرام او سليمان په مينځ کښې امن شو او د يو بل سره يې تړون وکړو.
د داؤد د زوئ د سليمان متلونه چې د بنى اِسرائيلو بادشاه وو.
دا د سليمان متلونه دى، يو هوښيار زوئ خپل پلار له خوشحالى ورکوى، خو کم عقل زوئ خپلې مور له غم ورکوى.
دا د سليمان نور متلونه دى، کوم چې د حزقياه کاتبانو د يهوداه بادشاه راجمع کړى دى.
څوک چې هوښيار دى د نمر د شغلو په شان به ځليږى، او هغوئ څوک چې ډېرو خلقو ته د صداقت لارښودنه کوى، هغوئ به لکه د ستورو په شان د تل دپاره ځليږى.