8 نو معلِم وائى، ”هر څۀ بېمعنې دى، دا هر څۀ بېمعنې دى.“
عام خلق څۀ حيثيت نۀ لرى د هغۀ په وړاندې، زورَور خلق هم هغه نۀ دى کوم چې دوئ ښکارى، کۀ هغوئ ټول په تله وتلى دا به د هوا نه هم سپک وى.
دا د معلِم خبرې دى، چې د داؤد زوئ وو او د يروشلم بادشاه وو.
زۀ معلِم په يروشلم کښې د بنى اِسرائيلو بادشاه وم.
ما هغه هر څۀ وليدل چې په مخ د زمکې شوى دى او زۀ تا ته وايم، چې دا هر څۀ بېمعنې دى او هوا پسې منډې وهل دى.
ما خپل پوره ذهنى طاقت په دې ولګولو چې حِکمت وپېژنم، او هم په ليونتوب او بېوقوفتوب پوهه شم، خو ما ته پته ولګېده چې دا ټول هم هوا پسې منډې وهل دى.
هغه معلِم فرمائى، ژوند يو غټ راز دے، او زمونږ پوهه د دې په حقله ډېره محدوده ده.
نو ما د ژوند نه نفرت شروع کړو، ځکه چې دې ما له په دُنيا کښې د تکليف نه بغېر هيڅ هم نۀ وُو راکړى. دا هر څۀ بېمعنې وُو، هسې هوا پسې منډې وهل وو.
بيا ما دا هم وکتل چې ټول خلق دې دپاره محنت کوى او د اُستاذۍ نه کار اخلى ځکه چې هغوئ د يو بل سره حسد کوى. خو دا بېمعنې وى. دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى.
نو چا ته څۀ پته وى چې زمونږ په دې لنډ او بېفائدې ژوند کښې، زمونږ دپاره څۀ ښۀ دى، داسې ژوند چې د سورى په شان تېريږى؟ چا ته دا پته ده چې د مرګ نه پس به څۀ کيږى؟
هيڅ څوک خپل ځان د مرګ نه نۀ شى بچ کولے او نۀ څوک د اجل ورځ وروستو کولے شى. دا يو داسې جنګ دے چې مونږ ترې نه نۀ شُو خلاصېدلے، او بدعملى يو بدعمله کس د مرګ نه نۀ شى بچ کولے.