Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 12:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 د هغې نه مخکښې چې تۀ د اوچتو ځايونو او د کوڅو د خطرو نه يرېږې. د هغې نه مخکښې چې ستا وېښتۀ سپين شى داسې لکه چې د بادامو ګلونه کولاو شى، او تۀ د پښو نه پاتې شې داسې لکه مُلخ پښې راکاږى، او ستا شهوت ختم شى. هغه ياد ساته، د هغې نه مخکښې چې ستا پښې په قبر کښې وى کوم چې به ستا ابدى کور وى، او کله به چې خلق ستا په جنازه کښې وير کوى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 12:5
19 Iomraidhean Croise  

خو يعقوب ووئيل، ”زما زوئ به ستاسو سره نۀ ځى، د هغۀ ورور مړ دے او هغه اېک يواځې پاتې دے. په لار کښې به په هغۀ څۀ وشى. زۀ ضعيف سړے يم او چې تاسو ما په کوم غم آخته کوئ نو ما سپين‌ږيرے به قبر ته ولېږئ.“


کۀ تاسو اوس دے هم زما نه بوځئ او په هغۀ څۀ وشى نو تاسو چې په کوم غم ما آخته کوئ نو ما سپين‌ږيرے به غمژن قبر ته ولېږئ.“


سپين‌ږيرى او بوډاګان زمونږ په طرف باندې دى، کوم چې ستا د پلار نه ډېر مشران دى.


زۀ د مرګ په طمع يم، او زۀ به تل په تيارۀ کښې پروت يم،


ما ته پته ده چې تۀ به ما مرګ له بوځې، هغه کور ته کوم چې د ټولو ژوندو دپاره تيار شوے دے.


کۀ چرې زۀ هم بوډا او سپين‌ږيرے شم، خو اے پاکه خُدايه، ما مۀ پرېږده ځان له، ترڅو چې زۀ راتلونکى نسل ته ستا قدرت بيان نۀ کړم، او ټولو را روانو نسلونو ته ستا زور بيان نۀ کړم.


سپين وېښتۀ د عزت تاج دے، کوم چې د صداقت د ژوندون نه حاصليږى.


د ځوانانو عزت او جلال د دوئ طاقت دے، سپين وېښتۀ د بوډاوالى شان و شوکت دے.


تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.


زۀ ستاسو خُدائ پاک يم او زۀ به ستاسو ساتنه کوم چې تاسو بوډاګان او سپين سَرى هم شئ. نو ما تاسو پېدا کړى يئ او ستاسو خيال به ساتم، زۀ به ستاسو ملاتړ يم او تاسو به بچ کوم.“


نو بيا د مالِک خُدائ کلام په ما نازل شو او وې فرمائيل، ”يرمياه، تا ته څۀ ښکارى؟“ ما ورته ووئيل، ”ما ته د بادام د ونې يوه څانګه ښکارى.“


زۀ به هغوئ په داسې قومونو کښې خوارۀ وارۀ کړم چې نۀ به يې دوئ او نۀ به يې د دوئ پلار نيکۀ پېژنى، او زۀ به په دوئ جنګ راولم ترڅو چې يې هلاک کړى نۀ وى.“


د بوډاګانو په مخکښې پاڅېږئ او د مشرانو عزت کوئ. زما نه يرېږئ، زۀ مالِک خُدائ يم.


او لکه چې څنګه د بنى آدم دپاره يو ځل مړ کېدل مقرر دى، او د هغې نه پس به عدالت ته وړاندې کيږى،


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan