Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




څېړونکی 12:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د هغې نه مخکښې چې د کوڅې دروازې بندې شى او د مېچنې آواز په مزه شى، او تۀ د مارغانو په اولنو سندرو راپاڅې خو بيا د هغوئ ټولې سندرې په تا په مزه لګى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




څېړونکی 12:4
5 Iomraidhean Croise  

زۀ د اتياو کالو يم، او يو څيز هم ما له مزه نۀ راکوى. زۀ چې خوراک څښاک کوم نو د هغې په خوند نۀ پوهېږم او زۀ د سندرغاړو آوازونه نۀ اورم. بادشاه سلامت، زۀ به تاسو باندې صِرف بوج يم.


د دې د خولې ژامنې څوک کولاولے شى؟ ځکه چې د دې غاښونه خلق يروى.


د ژرندې کاڼے واخله او اوړۀ مېده کړه. نقاب لرې کړه، خپلې ښائسته جامې وباسه، پېنڅې اوچتې کړه چې د نِهرونو نه پورې وځې.


زۀ به د هغوئ د خندا او د خوشحالۍ چغې د دې ځائ نه خاموش کړم او زۀ به د هغوئ د وادۀ د ناوې او د زلمى د خوشحالۍ آوازونه خاموش کړم. د هغوئ د مېچونو آوازونه به خاموش کړم او د هغوئ ډيوې به مړې کړم.


او بيا به هيچرې په تا کښې د ستار، سندرغاړو، شپيلۍ او د بيګل آوازونه وانۀ ورېدے شى، او د يو کسب، کسبګر به هم په تا کښې ونۀ ليدے شى، او بيا به په تا کښې د ژرندې غرار وانۀ ورېدے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan