14 ځکه چې خُدائ پاک به راسره د هر يو عمل عدالت کوى، کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد او په دې کښې پټ څيزونه هم شامل دى.
د سزا نه پخپله يرېږه ځکه چې ستا رويه د سزا لائقه ده، او بيا به تا ته پته ولګى چې حساب کِتاب شته.“
ستا په دې کارونو زۀ چپ پاتې شوم، زۀ دې هم د خپل ځان په شان وګڼلم. خو زۀ دې اوس رټمه او په تا اِلزام لګوم،
زمونږ ګناهونه دې په خپل مخکښې اېښى دى، زمونږ پټې خطاګانې تا ته ښکاره دى.
دوئ به د مالِک خُدائ په وړاندې سندرې ووائى ځکه چې هغه راروان دے، هغه د دُنيا د عدالت دپاره راځى، هغه به په صداقت سره د دُنيا عدالت وکړى، او د خلقو عدالت به په خپل اِنصاف سره وکړى.
اے ځوانانو، په خپله ځوانۍ خوشحاله اوسئ او د ځوانۍ نه خوند اخلئ. او څۀ چې ستاسو زړۀ غواړئ او په سترګو مو ښۀ لګى نو هغه کوئ، خو دا خبره ياده ساتئ چې خُدائ پاک به درسره د هر کار او عمل حِساب کوى.
ما په خپل زړۀ کښې ووئيل، خُدائ پاک به د بدعملو او د صادقانو عدالت کوى، ځکه چې هر يو څيز او هر يو کار دپاره يو وخت مقرر دے.
نو د هغوئ نه يره مۀ کوئ ځکه چې داسې پټ څيز نشته چې ښکاره به نۀ شى، او نۀ داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نۀ شى.
زۀ تاسو ته دا وايم، هر څوک چې څۀ فضول خبرې هم کوى نو د قيامت په ورځ به ورسره د هغې حساب کيږى.
او بهر به راوځى. چا چې نېکى کړى وى هغوئ به د تل ژوندون دپاره راپورته شى او چا چې بد کړى وى هغوئ به د عدالت دپاره راپورته کړے شى.
دا هغه زيرے دے چې زۀ يې تاسو ته اوروم، هغه ورځ راتلونکى ده چې خُدائ پاک به د عيسىٰ مسيح په وسيله د خلقو د پټو خيالونو عدالت وکړى.
نو په دې وجه د مقرر شوى وخت نه وړاندې فېصله مۀ کوئ، د مالِک د راتلو تر وخته انتظار وکړئ. هغه به د تيارې پټې خبرې رڼا ته څرګندې کړى او د زړۀ مقصدونه به راښکاره کړى. په هغه وخت کښې څوک چې د څومره تعريف قابل وى خُدائ پاک به دومره د هغۀ تعريف وکړى.
ځکه چې مونږ ټول به ضرور د مسيح د عدالت په وړاندې حاضر شو، نو هلته به هر يو ته د خپل کار بدله مِلاو شى څۀ چې هغوئ په دې بدن کښې کړى وى کۀ هغه ښۀ وى او کۀ بد وى.