او چا ته پته ده چې هغه به هوښيار وى او کۀ کم عقل؟ خو چې ما د څۀ دپاره محنت کړے دے نو هغه هر څۀ به د هغۀ شى، څۀ چې ما په خپله هوښيارتيا په مخ د زمکې ګټلى دى نو هغه هر څۀ به د هغۀ وى. دا ټول بېمعنې دى.
خُدائ پاک هغه چا له حِکمت، پوهه او خوشحالى ورکوى څوک چې هغه رضا کوى. خو خُدائ پاک ګناهګارو له هدف ورکوى چې دولت راټول کړى او بيا يې ترې نه واخلى او هغه چا له يې ورکړى چې څوک هغه رضا کوى. نو دا هم بېمعنې دى. دا داسې دى لکه چې څوک عبث منډې وهى.
بېشمېره خلق د هغۀ نه ګېرچاپېره وُو، خو بيا يوه بله پيړۍ راوچته شوه او هغه يې هم رد کړو. نو دا څيزونه بېمعنې دى، دا داسې دى لکه چې څوک هوا پسې منډې وهى.
د يو ګناهګار نه سل ځله ګناه کيږى خو بيا هم تر ډېره وخته پورې ژوندے وى. بېشکه ما ته دا هم پته ده چې کوم خلق د خُدائ پاک نه يريږى هغوئ به په خير خيريت سره ژوند کوى، يعنې هغه خلق د چا په زړۀ کښې چې د خُدائ پاک يره وى.
نو زما مشوره دا ده چې مونږ له د ژوند نه خوند اخستل په کار دى، ځکه چې په دې ژوند کښې هم دا يوه مزه ده چې خوراک څښاک کوُو او خوشحاله اوسو. نو داسې سخت محنت، کوم چې په مخ د زمکې خُدائ پاک مونږ له راکړے دے هغې سره سره څۀ لږه خوشحالى هم وکړُو.